د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بغلان له سرپرست والي ښاغلي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه او په یاد ولایت کې يې د اتاق د جوړولو او سوداګرو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او غړیتوب په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل او په یاد ولایت کې يې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رامنځته کیدا برخه کې د ښاغلي حقاني د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند بغلان یو له کرنیزو، صنعتي او ټرانزیټي ولایتونو څخه وباله او د بغلان ولایت په اقتصادي ودې، سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ برخه کې يې د بغلان سوداګرو یووالی او همغږي اړینه وبلله.
ښاغلي حقاني ښاغلي مهمند او ورسره ټیم ته د راغلاست ویلو په ترڅ کې، د بغلان صنعتي، ټرانزیټي او کرنیز ارزښت مهم وباله او زیاته يې کړه "بغلان پخوانی صنعتي ولایت دی. موږ د اتاق فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې ارزوو او هیله لرو چې د اتاق جوړول به د کاروبار د وضعیت ښه والي او کارموندنې ته لار هواره کړي."
نوموړي په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رامنځته کولو او د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو برخه کې يې د خپلې همکارۍ ژمنه وکړه.شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۲