د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي په شتون کې د هرات د تازه میوې او سبزیجاتو له مارکیټ او د هرات ولایت د تازه میوو او سبزیجاتو له سوداګرو څخه لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.
د ميوو او سبزيجاتو د مارکيټ يو تن سوداګر د دغو مارکيټونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: په هرات ولايت کې د خصوصي سکټور څلور لوى د ميوو او سبزيجاتو مارکيټونه شتون لري چې له ٥٠٠ څخه زيات دوکانونه لري. هغه د معياري سړو خونو نشتوالى، د هېواد په ګمرکونو کې د مېوو د بارولو او زېرمه کولو لپاره د مناسبو ځايونو نشتوالى او د سيمې له هېوادونو څخه د مېوې سوداګرو ته د ويزو نه ورکول د سوداګرو له عمده ستونزو څخه وبلل او د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال څخه يې یادو ستونزو ته د حل لارو په پیداکولو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه د خصوصي سکټور له مشرتابه وغوښتل، چې د مالیې او کرنې له وزارتونو سره په همغږۍ د هېواد په ګمرکونو کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د ذخیره کولو لپاره مناسب ځای پیدا کړي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو د غوښتنو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي، تر څو ورته د حل مناسبه لاره ومومي.
نوموړي د تازه مېوې نندارتون پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ د بهرنيو سوداګرو پر بلنه د دغه سکتور له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د معياري سړو خونو د جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي.
ښاغلي مهمند د ایران سفارت له مسوولینو سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د مېوو او سبزیجاتو د سوداګرو ترانزیتي ستونزې له هغوی سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.سه شنبه، زمري ۱۰مه، ۱۴۰۲