د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت مقام کفیل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت مقام کفیل سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ، پانګونې، صنعت، او کرنې برخه کې شته ننګونو، فرصتونو او ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ننګرهار ولایت د جغرافیایي موقعیت او کرنیزو تولیداتو له پلوه د هېواد یو له ستراتیژیکو ولایتونو څخه وباله او په دغه ولایت کې یې د کرنې په میکانیزه کیدو او د ټرانزیټي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د حکومت د رهبرۍ هڅې وستایلې او د دغه ولایت د سیمه ییزو ارګانونو له مشرتابه یې وغوښتل چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت مقام کفیل د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د شتون هرکلی وکړ او د سوداګرۍ د ودې او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د هڅونې په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هڅې وستایلې. نوموړي ژمنه وکړه چې، د هېواد له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به همکاري کوي.

پنجشنبه، چنګاښ ۱، ۱۴۰۲