د فرصتونو پیژندلو او د ایران – افغانستان ترمنځ د ګډو پانګونو ترلاسه کولو په موخه، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سیمه ایز حکومت مسؤلینو او مختلفو اتحادیو په همکارۍ سره په ننګرهار کې ناسته جوړه کړه چې په کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان لپاره د ایران سفیر او د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظم قمي، د ننګرهار ولایتي اتاق رئيس ښاغلي ډاکټر ګل مراد عرب، د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد، د ایران دیپلوماتانو او د مختلفو اتحادیو یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.
ښاغلي ګل مراد عرب د ایران جمهور رئیس ځانګړي استازي او سفیر، د مرکزي اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال، د ایران دیپلوماتانو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په ننګرهار ولایت کې شته سوداګریز او پانګه ایز فرصتونه تشریح کړل.
ښاغلي ډاکټر مخلص احمد په کابل کې میشت د ایران سفیر څخه وغوښتل چې په ایراني بانکونو کې د افغان سوداګرو لپاره د حسابونو پرانستلو زمینه برابره او افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره ترجیحي تعرفې تهیه کړي.
د ننګرهار کانال رئیس د ننګرهار ولایت کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه ستروس په اړه خبرې وکړې او د سیمې هېوادونو ته يې د ننګرهار ولایت کرنیزو محصولاتو د صادرولو بهیر په چټکتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند ایران د دوست او ورور هېواد په توګه یاد کړ او زیاته يې کړه چې موږ د ایران سره ډیر ژبنیز او دیني ګډ ارزښتونه لرو. ښاغلي مهمند د ایران د همیشنیو همکاریو په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د شکرې ناروغۍ درملنې په موخه د روغتون جوړول د قدر وړ وبلل. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې بهیر مثبت و ارزوه او له ښاغلي قمي څخه يې وغوښتل چې د افغانستان کرنیزو توکو لپاره د ترجیحي تعرفې په نظر کې نیولو سره، ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه کړي.
سربیره پردی، ښاغلي مهمند د کانونو استخراج او روغتیايي خدماتو معیاري کولو برخه کې د ګډو پانګونو په ترسره کولو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو په غښتلتیا د ټینګار کولو ترڅنګ، افغان سوداګرو ته ویزو ویش برخه کې يې په کابل کې میشت د ایران سفارت له بی سارو همکاریو او خدماتو ستاینه وکړه.
ښاغلي حسن کاظم قمي وویل "افغانستان او ایران د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو لرلو سربیره، ایران تل د یوه پرمختللي او با ثباته افغانستان ملاتړ کوي."
نوموړي په مختلفو برخو لکه: کرنې، روغتیا، تعلیم او تربيې، صنعت، د سترو ملي پروژو تطبیق او د ټکنالوجۍ او تولید برخه کې د ایران حکومت د همکاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ، ایران ته يې د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي ټینګار وکړ.
ښاغلي قمي د اورګاډي پټلۍ برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندی او په دی برخه کې يې د راتلونکو پروګرامونو د تطبیق ډاډ ورکړ.چهارشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۴۰۲