د حکومت لوړ پوړي پلاوي او د هېواد خصوصي سکتور مشرتابه د هلمند ولایت څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د هلمند سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هلمند ولایت سوداګرو او پانګوالو یې ملتیا کوله، د هلمند ولایت د صنعتي فابریکو او تاسیساتو څخه يې لیدنه ترسره او د یاد ولایت د خصوصي سکتور ستونزې يې واوریدې.

ښاغلي مهمند هلمند ولایت د هېواد یو له اقتصادي ولایتونو څخه وباله او د دغه ولایت له سوداګرو یې وغوښتل چې د باکیفیته توکو تولید ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره په ځانګړي ډول هلمند ولایت کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د هلمند ولايت سوداګرو د معیاري صنعتي پارک نه شتون، د برېښنا دوامداره نشتوالى، د فابريکو لپاره د ځمکو عدم ویش، د معیاري ماليې سيسټم نه شتون او نورې اړوندې ستونزې په ګوته کړې او غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې د دوى ستونزې هوارې کړی شي.

ښاغلي عزیزي د دغه ولایت د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو له اوریدو وروسته د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د دغه ولایت د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

یکشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۴۰۲