د درملو تولید کارخانې "سنوفارما" پرانیست غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، ملي سوداګرو، د مرکزي اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، د کندهار اتاق مشرتابه پلاوي غړو، خصوصي سکتور غړو، د سیمه ایز حکومت چارواکو، د سنوفارما کارخانې شریکانو او د سیمې مخورو ګډون درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند په دې مراسمو کې د دولت د مشرتابه غړو، د هیواد د خصوصي سکتور د استازو او مخورو له ګډون څخه مننه وکړه او د دومره لویې فابریکې پرانیستل یې د هیواد د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په لور یو ګام وباله او د يادې فابريکې له مشرتابه يې وغوښتل، چې د درملو په توليد کې دې کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد له ټولو سوداګرو او خلکو يې وغوښتل، چې د دې فابريکې له درملو څخه ګټه واخلي او د يادې فابريکې ملاتړ وکړي.
ښاغلي مهمند د نساجۍ او رخت فابریکې په جوړولو کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه او د یادې فابریکې لپاره یې د برېښنا پر برابرولو ټینګار وکړ. نوموړي د جنوبي اسيا له منځنۍ اسيا سره د نښلولو لپاره د معياري ترانسپورتي سيسټم جوړول يوه بيړنۍ اړتيا وګڼله او په دې برخه کې يې د ترانسپورت وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه فابریکه د هېواد د ۷۱ سوداګرو له خوا جوړه شوې او په ۸ کاري ساعتونو کې د څه باندې ۵۶۰۰۰۰ ټابلیټونو، ۲۰۰۰۰۰ کپسولونو او ۶۰۰۰۰ شربت بوتلونو د تولید ظرفیت لري.سه شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۲