هېوادوالو او خصوصي سکتور ته د ښو خدماتو وړاندی کولو په لړۍ کې دا ځل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړیو، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، پرانیسته.
د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانیستې په مراسمو کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي شهاب الدین دلاور، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل والي، د کرنې او مالدارۍ وزارت معین، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، د لوګر ولایت مقام مرستیال، د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
د لوګر ولایت مقام مرستیال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دوی ته د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیستې مبارکي وویله او په دی برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې.
نوموړي لوګر ولایت د طبیعي زیرمو لکه مسو، سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونو له پلوه بډایه وباله او له کورنیو پانګوالو یې وغوښتل چې د لوګر ولایت په کانونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او سوداګریزو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په جوړولو کې یې د لوګر ولایت د دولتي چارواکو د ښې همکارۍ ستاینه وکړه.
نوموړي د لوګر ولایت سوداګر وهڅول چې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په اتاق کې غړیتوب ترلاسه کړي او لوګر ولایت یې د جغرافیوي موقعیت له پلوه د پانګونې لپاره مهم وباله. نوموړي د کانونو د استخراج او د کرنې د میکانیزه کیدو برخه کې د دغه ولایت د سوداګرو پر پانګونې ټینګار وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو او پرانیستلو له امله د خصوصي سکتور غړو ته مبارکي وویله او د لوګر ولایت د کانونو استخراج برخه کې يې د خصوصي سکتور رول اړین وباله.
ښاغلی دلاور زیاته کړه "موږ د هېواد د کانونو په قراردادونو کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکوو او د عصري او پرمختللو وسایلو د نشتوالي په صورت کې، قراردادونه بهرنیو شرکتونو ته سپارل کېږي."
د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او ټولو سوداګرو څخه د دغه ولایت د سوداګرۍ اتاق په جوړولو کې د دوی د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه او د لوګر ولایت سوداګرو ته د خدمت کولو برخه کې يې د یاد اتاق د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مخلصانه هڅو ډاډ ورکړ.