د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د ترکيې هېواد د (T&A) ګروپ اف کمپنیز مدیره پلاوي له غړي ښاغلي حسین ګنای سره لیدنه ترسره او د ګډو پانګونو او سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي ګنای په ترکیه او یو شمیر افریقايي او اسیایي هیوادونو کې د (T&A) د شرکتونو د فعالیتونو او پانګونې په اړه معلومات وړاندې کړل او د کانونو او تولیداتو په برخو کې په ځانګړې توګه د لبنیاتو د پروسس په برخه کې یې د یادې ادارې د ګډې پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه. نوموړي په دې برخه کې له یادې ادارې سره د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي الکوزي ښاغلي حسین ګنای او د هغه ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ترکیې له هېواد او خلکو سره د افغانانو د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ګډو پانګونو په اړه خبرې وکړې اود  سوداګرۍ پراختیا، ګډې پانګونې، د ټرانزیټي ستونزو پر حل او افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیاوو په رامنځته کولو يې ټینګار وکړ. نوموړي د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډون پانګونو برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عارفي اتاق د یوې خپلواکې ادارې په توګه یاد کړ او له اړوندو ادارو سره یې د سوداګریزو اړیکو او ګډې پانګونې د پراختیا په موخه د اتاق د تخنیکي همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي په حضور کې د دییک سازمان بهرنیو اړیکو له رئیس ښاغلي مصطفی ایرول سره لیدنه ترسره او په هېواد کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عارفي د ترکیې سوداګریز پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ترکیه یې دوست او د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو لرونکی هیواد وباله.
نوموړي په هېواد کې د پانګونې په برخه کې شته فرصتونه تشریح کړل او په بېلابېلو برخو کې یې د ترکیې د سوداګرو د ګډې پانګونې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مصطفی ایرول په افغانستان کې د لویو پروژو د تطبیق لپاره د عمومي شرایطو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او د روغتیا، کرنې، انرژۍ او مخابراتو په برخو کې یې خپل پلانونه له ښاغلي عارفي سره شریک کړل.
نوموړي په یادو برخو کې د لویو پروژو د تطبیق لپاره د شرایطو د رامنځته کولو په موخه د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي تخنیکي او پالیسۍ مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د UNDP اقتصادي پروګرامونو له مسؤل ښاغلي آتو ګوپتا سره لیدنه ترسره او د کوچنیو سوداګریو پراختیا او ودې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي ګوپتا د خپلې ادارې لخوا د کوچنیو متشبثینو د ودې او پراختیا او همدارنګه هغو متشبثینو ته چې غواړي سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي، د متوسط پورونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې. نوموړي د سوداګرو او لویو پانګوالو د هڅونې او د کوچنیو متشبثینو د وړتیا لوړونې په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د کوچنیو متشبثینو د ملاتړ، د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو او د ګډو کنفرانسونو د جوړولو په برخه کې د خپلې ژمنې ډاډ ورکړ.

یکشنبه، تلې ۲۳مه، ۱۴۰۲

سوداګرو، هټیوالو او د مرحوم فیض محمد خان ناصري مارکیټ څښتن ښاغلي عبدالله د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې د قربانیانو سره د غمشریکۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ذکریا بریالي په حضور کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له لسو زرو څخه د زیاتو نارینه، ښځینه او طفلانه ژمنۍ جامې راټولې او هرات ولایت ته يې واستولې.

ښاغلي ذکریا بریالي د فیض محمد خان ناصري مارکیټ د هټیوالو او سوداګرو د بشري مرستو د ستایلو په ترڅ کې د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د هېواد د خصوصي سکتور مرستې مهمې وبللې او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د بشردوستانه مرستو په ترسره کولو کې خپل اړین رول ولوبوي.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مالیې وزارت ګمرکونو له عمومي ریاست او ټرانزیټي توکو سوداګرو سره ګډه ناسته د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید، د ټرانزیټي توکو لیږد سوداګرو استازي ښاغلي نیاز محمد الهام او یو شمیر واردوونکو په ګډون ترسره کړه.

ښاغلي نیاز محمد الهام د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه او د ګمرکونو له عمومي رئیس سره د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو لکه: پاکستان ته د افغانستان د ټرانزیټي جوپو د داخلیدو مخنیوي، د ترانزیت لوړ محصول او د نړیوال ترانزیت د اصولو نه مراعتول شریک کړل او د بدیلو لارو او د ستونزو حل غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي خان جان الکوزي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ترانزیتي ستونزې د درک وړ وبللې او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل چې د عباس او چابهار بندرونو له لارې خپل واردات تنظیم کړي. هغه د افغانستان له لارې د پاکستان د ترانزیتي توکو د ټرانزیټي محصول پر لوړولو ټینګار وکړ.

د ګمرکونو عمومي ريئس په کراچۍ بندر کې د هېواد د سوداګرو د ترانزيتي ستونزو د حل په موخه خپلې هڅې یادې کړې او ډاډ يې ورکړ چې ايران به د افغانستان سوداګرو ته د عباس او چابهار په بندرونو کې د ترانزيتي توکو لېږد لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي. هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د سمنټو هغو جوپو ته چې پخوا يې هېواد ته د داخلیدو اجازه نه درلودو، اجازه ورکړي څو هېواد ته داخلې شي.

پنجشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا، کورنیو تولیداتو معرفت او د صادراتو زیاتوالي په موخه د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددی هوکړه لیک پربنسټ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز به د ګډو نندارتونونو جوړولو، په دی نندارتونونو کې د افغانستان او ایران تولیداتو پیژندګلوۍ، د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د ګډو ناستو برابرولو او د ګډون پانګونو لپاره د دواړو هېوادونو پانګوالو هڅولو برخه کې یو د بل سره همکاري کوي.

دغه هوکړه لیک د اتاق عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي محمد انور عارفي او د ایران – افغانستان سوداګریز مرکز رئیسې آغلې سمانه عبدالحی راضي په واسطه د اتاق په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.

دوشنبه، تلې ۲۴مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...