د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د وچو شیدو واردوونکو سره لیدنه ترسره او د ګمرکي تعرفې پر لوړوالي يې خبرې اترې وکړې.

د وچو شیدو واردوونکو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له خوا د وچو شیدو پر وارداتو د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي په اړه خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور یو مهم ملاتړی وباله او له واردوونکو یې وغوښتل، چې خپل وړاندیزونه او ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وړاندې کړي، څو اتاق وکولای شي د دوی ستونزې له اړوندو دولتي ادارو سره شریکې کړي.

ښاغلي شیرین آغا سخي د کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه د هېواد د هېواد د ځان بسیاینې په لور یو ګام وباله او د پورتنیو ستونزو د حل په موخه یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لړم۲۳مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي په داسی حال کې چې، د زابل، لوګر، بلخ او هرات ولایتي اتاقونو مشرتابه او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د ازبکستان سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي اسلام سره آنلاین ناسته ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسلام د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزې ناستې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له خوا په تاشکند کې جوړه شي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په یاده ناسته کې د ګډون په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅولو او افغان سکتورونو د معرفي کولو په برخه کې د اتاق د هر ړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي خیرالدین مایل د دا ډول غونډو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې، د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او همدارنګه د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په برخه کې اړینې وبللې او په یاده ناسته کې د ګډون په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅولو ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او محمد داوود یوسفزي د هېواد نوموتو سوداګرو او پانګوالو سره د ناستې په ترڅ کې، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستو راټولولو په اړه خبرې اترې وکړې.  

د حبیب ګلزار شرکت استازو د شنبې له ورځې څخه د تورخم په لاره کې راستنیدونکو ته د خوراکي توکو څخه د ډکو کڅوړو د وېش اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره به د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د خصوصي سکتور له غړو څخه د اړو افغان مهاجرینو لپاره د عاجلو مرستو پر راټولولو ټینګار وکړ او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق په مرکزي دفتر کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرونکو شرکتونو له استازو سره وکتل او د یادو شرکتونو پر فعالیت د لوړې ماليې په اړه یې خبرې اترې وکړې.  

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرونکو د قیمتي ډبرو په ځانګړي ډول د لاجوردو په صادراتو باندې د لوړې مالیې د زیاتوالي په برخه کې خپلې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د پورته ذکر شویو ډبرو په صادراتو باندې د لوړې مالیې د کمولو په برخه کې يې د اتاق د مشرتابه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرونکو شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او په دې برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي او د هېواد یو شمیر سوداګرو په شتون کې په افغانستان کې د UNDP له رئیس ښاغلي سټیفن روډریګز سره لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو ستونزو، د پانګونې شته فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو، د بانکدارۍ په برخه کې د ستونزو او د سیمې هېوادونو ته د افغان سوداګرو د پیسو لېږد، له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي او ترانزیتي ستونزو او له یوشمېر هېوادونو څخه د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه خبرې وکړې او د UNDP له رئیس څخه يې د یادو ستونزو حل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یادې ادارې د پروژو تطبیق برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي سټیفن روډریګز د پورتنیو ستونزو په ګډون د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د (UNDP) دفتر د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغه دفتر د کوچنیو پروژو په پلي کولو کې په ځانګړې توګه د ښځینه متشبثینو ملاتړ برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق همکاري اړینه وبلله او په ګډو همکاریو يې ټینګار وکړ.

سه شنبه، لړم ۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د وچې او تازه مېوې، درملو او ټوکر له یو شمېر صادرونکو او واردونکو سره لیدنه ترسره او د هندوستان سره د سوداګرۍ برخه کې يې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د بېلابېلو سکتورونو استازو له هند څخه افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی، د هندي سوداګرو له خوا د افغان سوداګرو د پیسو نه ورکول، هېواد ته د هندي درملو واردولو ته د پوره لاسرسي نشتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز باور نشتوالی سترې ننګونې وبللې او د یادو ستونزو او ننګونو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د هېواد د خصوصي سکتور غړو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، د یوې داسې کمیټې په جوړولو ټینګار وکړ چې د وارداتو او صادراتو ټول سکتورونه په کې ګډون ولري او له یادو سوداګرو څخه یې وغوښتل چې خپل استازي په لیکلې بڼه اتاق معرفي تر څو د دوی د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړی شي.

چهارشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...