ښاغلی الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د محترم ملا عبدالغني برادر، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د رسمي سفر پر مهال، د هېواد ختیځو ولایتونو ته ورسره ملګرتیا وکړه او د کنړ ولایت د زلزله ځپلو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
د دې سفر په ترڅ کې، محترم هاشمي شل میلیونه افغانۍ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له خوا راټولې شوې وې، او همداراز پنځوس زره امریکايي ډالر له خپلې شخصي شتمنۍ څخه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه جوړولو په موخه ځانګړي کړل.
په دې سفر کې، د هېواد له نورو مشرانو سر بیره، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم حکمت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو رئیس، د کنړ او ننګرهار محترم والیان، د سیمې یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي هم ګډون درلود. په هغه ګډه ناسته کې چې د دې مناسبت له مخې جوړه شوې وه، د اتاق رئیس، د ریاست الوزرا د محترم اقتصادي مرستیال تر خبرو وروسته، خپله وینا وکړه. نوموړي د دې دردناکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، او له لوی خدای یې د دې فاجعې شهیدانو ته د جنت الفردوس دعا وکړه، او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکتور د مؤثر رول په ټینګار سره وویل:د افغانستان خصوصي سکتور خپل ځان د زیانمنو هېوادوالو په غم او اندوه کې شریک ګڼي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او همکارۍ ډډه ونکړي».
نوموړي زیاته کړه:له ټول هېواد څخه راټولې شوې مرستې د افغان ولس د یووالي، همدردۍ او ملي مسؤلیتپالنې څرګندونه کوي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه څرګنده کړه چې خصوصي سکتور د ملت او نظام د پیاوړي مټ په توګه تل د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او هر وخت چمتو دی چې اړین خدمتونه وړاندې کړي.
یادونه باید وشي چې ياده شوي مرستې په رسمي ډول او نغدي بڼه د ساحې اړوند کمیسیون ته وسپارل شوې تر څو د ځانګړي پروګرام له مخې د سرپناه د جوړولو او د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.