ښاغلي لطف‌الله امیني، د ترانسپورتي او بارچلاني شرکتونو د اتحادیې او همدارنګه د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د ترانسپورټ سکتور فعالیتونه او عمده ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي سره شریکې کړې او د اتاق همکارۍ یې د ستونزو د حل په برخه کې وغوښتله.
 
ښاغلي هاشمي د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د اتاق له لارې به د دوی ستونزې اړوندو حکومتي ادارو ته ورسوي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.
 
 
 
 
سه‌شنبه، د وږي ۴مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي مطیع الله فایق د افغان یونایتید بانک اجرائیوي رئیس او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي فایق د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: "له خوشبختانه افغان یونایتید خصوصي بانک په ۲۰۲۵ کال کې وتوانېد چې له ۴۴ څخه زیاتو هېوادونو ته د پیسو لیږد په خوندي توګه ترسره کړي او هڅه کوي په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي."
ښاغلي هاشمي، د خصوصي بانکونو رول د هېوادونو په سوداګریزو معاملو کې مهم وباله او په دې ټینګار یې وکړ چې د افغانستان بانک، د ماليې وزارت او خصوصي بانکونو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شي څو ستونزې وپېژندل شي او له اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکه شي. نوموړي د اتاق له لوري د بانکي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
سه شنبه، د سنبلې ۴مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي کارول پاویل زینتیک د یوناما د اقتصادي برخې مسؤول او د هغه له مل پلاوي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د وړو او منځنیو متشبثینو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ تر څو د نړیوالې ټولنې له خوا اوږدمهاله سبسایډۍ ترلاسه کړي او د ښځو لپاره د شریعت اسلامي احکامو په رڼا کې منځنۍ کچې فابریکې جوړې شي. نوموړي د نړیوالې ټولنې له لوري خصوصي سکتور ته د اوږدمهاله پورونو ورکول د اقتصاد په وده او د کارموندنې په رامنځته کېدو کې مهم وبلل او له ښاغلي کارول یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي کارول، د یوناما د دفتر د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د یاد دفتر اقتصادي برخه یې د افغانستان د خصوصي سکتور وده او د خلکو لپاره د کارموندنې رامنځته کول وبلل. نوموړي د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
دوشنبه، د سنبلې ۳مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د جلا ناستو په ترڅ کې د کندهار او کنړ د اتاقونو له رئیس او د مشرتابه پلاوي له غړو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.
 
د کندهار او کنړ اتاقونو مشرتابه، د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو تر څنګ، د دې ولایتونو د سوداګرو لویې ستونزې هم له عمومي رئیس سره شریکې کړې او ترې یې وغوښتل چې د سوداګرو د منسجم کولو او د هغوی د تشویق لپاره هڅې وکړي څو په بېلابېلو سکتورونو کې ستر سهامي شرکتونه جوړ کړي.
ښاغلي هاشمي د هېواد د ټولو سوداګرو پر اتفاق او اتحاد ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په مناسب وخت کې به ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د خصوصي سکتور ستونزې به له نږدې واوري او د اړوندو حکومتي ادارو له مسؤلینو سره به یې شریکه کړي.
 
 
 
دوشنبه، د سنبلې ۳مه، ۱۴۰۴
 
 

د هېواد د نفتي موادو د فابریکو مالکانو خپلې عمده ستونزې د ملي نورم او ستندرد ریاست لخواه د نفتي موادو د تولید د معیارونو په ټاکلو او لوړولو کې بیان کړې او د ښاغلي هاشمي له همکارۍ یې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي د لوی شرکت په جوړولو چې د نفتي موادو د تولید په برخه کې د سهامي شرکت په توګه فعالیت وکړي، ټینګار وکړ او سوداګر یې د ګډې پانګونې لپاره وهڅول.
نوموړي د اتاق له اړخه د ستونزو د حل په برخه کې د ټولو اړوندو حکومتي ادارو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
يکشنبه، د سنبلې ۲مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره د اروپایي هېوادونو پر لور د اتاق هڅې، د اروپایي اتحادیې د ستندردونو رعایت او همدارنګه په مناسبو بیو د هوایي کارګو شرکتونو د فعالیتونو هڅونې، یادونه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې وړاندیزي طرحې او د صادراتو ستونزې ولیکي او اتاق ته یې وسپاري.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزې د کرنې وزارت له معین سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې شریکې کړې، چې نوموړي هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
سوداګرو، د اتاق له هڅو مننه وکړه او د خپلو صادراتي ستونزو په اړه یې په ځانګړي ډول د کابل په لابراتوارونو کې د ټسټونو د اوږدې پروسې او د هرات په ګمرک کې د صادراتي توکو د درېدلو ستونزې یادې کړې او په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه یې وکړه.
 
 
 
 
دوشنبه، د سنبلې ۳مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...