ښاغلي حاجي ابراهیم حبیب‌یار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د «حبیب‌یار خیریه بنسټ» مؤسس، د کونړ ولایت د وروستي زلزلې له زیانمنو شویو کسانو سره ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
 
دا مرسته په نقدي ډول په زیانمنو سیمو کې اړو کسانو ته ووېشل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د حبیب‌یار خیریه بنسټ له دغې مرستې څخه د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره مننه او قدرداني وکړه او له ټولو هېوادوالو سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپلو نغدي مرستو، لومړنیو توکو او خوراکي موادو په راټولولو سره، زموږ له زلزله‌ځپلو هېوادوالو سره د مرستې او لاسنیوي په لور بېړه وکړي.
 
 
 
سه‌شنبه، د وږې ۱۸مه، ١٤٠٤
 
 

ښاغلي عبدالصبور احمدي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړي او د بشیر نوید ګروپ د خیریه بنسټ یو تن له مسوولینو څخه، د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي چې پکې (وړه، غوړي، بوره، وریجې، لوبیا، چای، مالګه او بسکویت) او همدارنګه کمپلې شاملې وې، د کونړ ولایت د وروستۍ زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته وکړه.
 
 
سه‌شنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل.
 
ښاغلي هاشمي د اتاق د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ایران یې د افغانستان د دوست او ستر اقتصادي شریک په توګه یاد کړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د سوداګرو لپاره د زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه او د لوړ کیفیت لرونکي تېلو د وارداتو په برخه کې یې د سفارت همکاري وغوښته.
ښاغلي بیکدلي وویل چې ایران د سوداګریزو تبادلو د لوړولو پلان لري چې کچه یې لس میلیارد ډالرو ته ورسېږي او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. هغه د ایران د یوې سوداګریزې استازولۍ د سفر خبر هم ورکړ چې مشري به یې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کوي.
 
 
 
دوشنبه، د وږي ١٧مه، ۱۴۰۴
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د خدماتي مرستیال ښاغلي عنایت‌الله صدیق زي او د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان خیل، د اتاق د مدیره پلاوي د غړو ښاغلو سخي نورزاد، حاجي عبیدالله هوتک، میرویس کتوازي او هیواد باز په حضور کې، جلا جلا لیدنې وکړې.
 
په دې لیدنو کې دوی له ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د مدیره پلاوي د دارالانشا پخوانی رئیس، ښاغلي سید جمیل سادات، د کابل د اتاق له رئیس او د هغه له مل پلاوي، او همدارنګه د کابل او ننګرهار له یو شمېر سوداګرو سره په مرکزي دفتر کې ولیدل.
ښاغلي حاجي زلمي عظیمي د سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او هیله یې وښوده چې د اتاق نوې مشرتابه وکولای شي خصوصي سکتور ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي سرفراز باز هم د اتاق له نوي مشرتابه سره د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي سید جمیل سادات، له اوسني اتاق سره همکاري د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهمه وبلله.
ښاغلو عظیمي، صدیق زي او سلیمان خیل د ښاغلي سرفراز باز، د کابل د اتاق د رهبرۍ او د کابل او ننګرهار د سوداګرو راتګ ته ښه راغلاست ووایه. هغوی د پخواني مشرتابه له خدمتونو مننه وکړه او د اتاق د نوې رهبرۍ ژمنتیا یې څرګنده کړه چې سوداګرو ته سهولتونه برابر کړي او د خصوصي سکتور او د هېواد د خلکو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي.
 
 
سه شنبه، د وږي ۱۸ مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلي جنک اونال، د ترکیې له سفیر سره د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
 
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د هوارولو لپاره د بېلابېلو غونډو پر جوړېدو بحث وکړ.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ترکیې د دولت او سوداګرو له اغېزمن رول څخه مننه وکړه او د هېواد د پراخو ظرفیتونو په یادولو سره یې د ترکیې د شرکتونو د لا ډېرو پانګونو غوښتنه وکړه.
ښاغلي جنک اونال ټینګار وکړ چې هېواد یې چمتو دی څو د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د افغان او ترک سوداګرو د نږدې اړیکو زمینه برابره کړي. نوموړي په دې برخه کې د سفارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
دوشنبه، د وږي ١٧مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د خدماتي مرستیال ښاغلي عنایت‌الله صدیق زي او د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان خیل په شتون کې، د «سیاس گروپ» له رئیس ښاغلي نجم‌الدین سیاس او له مل پلاوي سره په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي سیاس د اتاق د نوې مشرتابه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د «سیاس گروپ» د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه څرګنده کړه چې یاد گروپ په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو پر مخ بیولو کې ښکېل دی، په ځانګړې توګه د ټولو بندرونو لپاره د معیاري سکنرونو د نصب پروژې چې ډېر ژر به بشپړې شي. نوموړي د اتاق له مشرتابه خپل ملاتړ هم څرګند کړ.
ښاغلي زلگی عظیمي د اوسني اتاق د مشرتابه هدف د خلکو او د خصوصي سکتور ټولنې خدمت وباله او د سیاس گروپ پروژې یې، په ځانګړې توګه د سکنرونو نصبول، د افغانستان د سوداګرۍ د ودې او په ځانګړي ډول د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم وبلل.
 
 
سه شنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...