بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ۱۴۰۴ هـ.ش د سنبلې په ۹مه د شپې د زلزلې له امله زموږ په ختیځو ولایتونو کې سلګونه تنه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي او د سیمو اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري پلاوی د دې زلزلې د قربانیانو پاتې شویو کورنیو او زیانمنو شوو سره خپله غمشریکی او تسلیت څرګندوي، له الله تعالی (ج) څخه د شهیدانو لپاره جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د پاتې شویو لپاره صبر غواړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد له شریفو خلکو سره ولاړه ده او ځان مکلف بولي چې په دې سختو شېبو کې د زیانمنو شویو خلکو لاسنیوی وکړي.
له ټولو درنو سوداګرو او پانګوالو څخه هیله کوو چې د خپلې وسې سره سم د زیانمنو کورنیو لپاره عاجلې او ضروري مرستې برابرې کړي. موږ باور لرو چې د یووالي او همکارۍ له لارې کولای شو خپل ایماني او اسلامي مسوولیت د دغو زیانمنو هېوادوالو په وړاندې ترسره کړو.
د خونې رهبري پلاوي د وروستي پېښې او د زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه خپله فوق العاده ناسته په مرکزي دفتر کې ترسره کړه او ژمنه یې وکړه چې د خصوصي سکتور مالي مرستې راټولې کړي او د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ یې د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو او قربانیانو ته ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي مشرتابه پلاوي لومړۍ غونډه، د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د مشرتابه لاندې او د ښاغلو: آرین زلګي عظیمي د پانګونې مرستیال، عنایت الله صدیقي د خدماتو مرستیال، خلیل خیرخواه د مالي رئیس او یو شمېر نورو د مشرتابه پلاوي د غړو په ګډون، د اتاق په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، ترسره شوه.
 
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د نوي رهبري غړو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ وویل: هغه باور چې د خصوصي سکتور له لوري پر موږ شوی دی، باید په سمه توګه د هغوی د خدمت لپاره وکارول شي او د هغوی ستونزو ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي. نوموړي ټول تاجران د اتحاد او یووالي پر لور هڅولي او د کارموندنې پر رامنځته کولو او د هېواد د بې وسه خلکو د مرستې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي، خپل پروګرامونه د نفتي سهامي شرکتونو جوړول، کانونو استخراج او نورو سکتورونو په برخه کې بیان کړل او زیاته یې کړه: موږ باید د اوسنیو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې کړو.
ښاغلي محمد ولي امیني، د اتاق د عامل پلاوي رئیس، د اتاق د اوسني وضعیت او جایګاه په اړه معلوماتي پریزینټیشن وړاندې کړ او د وضعیت د ښه والي لپاره یې بدیلې لارې هم مطرح کړې.
په دې ناسته کې، د اتاق د عمومي رئیس د وړاندیز پر بنسټ، یو نوی بانکي حساب جوړ شو چې د بیړنیو حالاتو او طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنو او اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. همدارنګه د نوي مشرتابه پلاوي غړو ژمنه وکړه چې په ګډه به ۱،۱۶۰،۰۰۰ امریکايي ډالر په دغه حساب کې زېرمه کړي.
 
 
 
 
یکشنبه، د وږي ۹مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سیدکریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي انجینر شعیب د بلخ ولایت د درملو پلورونکو د اتحادیې له رئیس او د یادې ټولنې له غړو سره ولیدل.
 
انجینر شعیب د دې سکتور لویې ستونزې له عمومي رئیس سره شریکې کړې او د ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق همکارۍ وغوښته.
ښاغلي هاشمي د درملو د سوداګرو رول د ټولنې د درملنیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ د ستونزو په حل کې د اتاق هر اړخیزه همکاري به دوام ولري.
 
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ۶مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلی سید کریم هاشمي، د اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی حاجي آرین زلگی عظیمي، د پالیسي او حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلی میراجان سلیمان خیل او د هېواد د یو مطرح تاجر ښاغلی مایل خیرخواه په ګډون، د چین د خلکو جمهوریت د سفارت له تجارتي او اقتصادي مسؤل ښاغلي ماچنګ ګوانګ سره په کابل کې وکتل او د دواړو هېوادونو د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او نظرونه تبادله شول.
 
ښاغلي هاشمي چین د افغانستان ښه تجارتي دوست او اقتصادي همکار وباله او ټینګار یې وکړ چې د چین پانګه‌وال، د ماشینري تولید فابریکې لرونکي او متخصصین دې افغان سوداګرو سره په ګډو پانګونو کې په ځانګړي ډول د معادن د استخراج او د حرارتي برېښنا په تولید کې معرفي شي.
نوموړي د اتاق او د چین د سفارت اقتصادي برخې نیکې اړیکې د دواړو هېوادونو د تجارتي راکړې ورکړې په زیاتوالي کې مهمې وبللې او د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ یې ډاډ ورکړ.
ښاغلي چنګ ګوانګ د چین د تاجرانو د چمتووالي یادونه وکړه چې په بېلابېلو سکتورونو کې په ځانګړې توګه د معادن په استخراج، د طبي تجهیزاتو او د کرنې په میکانیزه کولو کې پانګونه وکړي، او ژمنه یې وکړه چې د ښاغلي هاشمي ټول وړاندیزونه او نظریات به د چین له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریک کړي او د دغه هېواد تاجران به د افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره وهڅوي.
 
 
 
یکشنبه، د وږي ۹مه، ۱۴۰۴
 
 

بسم الله الرحیم الرحیم
د افغانستان د درونو سوداګرو او پانګوالو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونۍ د مدیره هیئت د نویو او پخوانیو پتمنو غړیو د پام وړ!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
لکه ځنګه چې خبریاست، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پخواني مدیره هیئت کاري موده اصولآ پای ته رسیدلې ده.
د کاري تشې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي او د چارو د لا سمون او ښه والي په موخه له خصوصي سکټور سره تر ډیرو هلوځلو، پوښتنو او مشورو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت لپاره نوي غړي غوره کړل شوي دي.
ټولو محترمو ته خبر ورکول کیږي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي مدیره هیئت د محترمو غړو د معرفي او د پخوانیو محترمو غړیو د ستایلو په غونډه کې چې د روان کال د وږي میاشتې په ۸ نیټه تر سره کیږي، ګډون وکړي.
یادونه: د غونډې کره وخت او ځای به وروسته له دوستانو سره شریک کړل کیږي.
په درنښت
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریئس

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی مشرتابه په یوه شانداره مراسمو کې چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د اتاق د نوې مشرتابه غړو او د هېواد د وتلو سوداګرو په ګډون د کابل ګرند هوټل کې جوړ شوي و، ور وپېژندل شو او د اتاق له پخواني مشرتابه څخه هم قدرداني وشوه.
 
ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ګډونوالو راتګ ته هرکلی ووایه، د پخواني مشرتابه د شپږ کلنو هڅو او خدمتونو څخه یې مننه وکړه او د خصوصي سکتور پر یووالي او اتفاق یې ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اتاق د تېرو ۹۴ کلونو د مشرانو لاسته راوړنې به ساتي او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره به هڅې کوي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق پخواني لومړي مرستیال، د شپږو کلونو هڅو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اتاق مشرتابه تل هڅه کړې څو د هېواد د اقتصاد څرخ په سختو حالاتو کې هم فعال وساتي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.
ښاغلي مولوي شهاب‌الدین ثاقب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین، د خصوصي سکتور د رول په اړه دنده د ستاینې وړ وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکتور د اسانتیاوو په برخه کې به همکاري کوي.
په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال جلالتمآب الحاج ملا عبدالغني برادر د اقتصادي ملاتړ او خصوصي سکتور ته د هر اړخیز ملاتړ په خاطر د اتاق د تقدیر لوح د نوموړي استازي الحاج ابراهیم حکمت، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس ته ورکړل شوه.
همدارنګه، الحاج نورالدین عزیزی د صنعت او سوداګرۍ وزیر، مولوي هدایت‌الله بدري د کانونو او پترولیم وزیر، مولوي محمد ناصر آخند د مالیې وزیر، قاري دین‌محمد حنیف د اقتصاد وزیر، الحاج ابراهیم حکمت د ریاست‌الوزر د اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس او مولوي احمدالله وثیق د بدني روزنې او سپورت رئیس، د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جذب او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلو خدمتونو له امله د اتاق له لوري وستایل شول.
په پای کې، د پخواني مشرتابه غړي د ښاغلي سید کریم هاشمي له لوري وستایل شول او د نوي مشرتابه مرستیالان او غړي د ښاغلي محمد ولي امیني، د اتاق د عامل پلاوي رئیس، له لوري په لاندې ډول معرفي شول:
۱- ښاغلی حاجي ارین ذلگی عظیمي، د بلال کابل باختر لمیتد رئیس، د پانګونې مرستیال
۲- ښاغلی ګلبهار حبیبي، د ګلبهار سنتر پانګونې شرکت رئیس، د سوداګرۍ مرستیال
۳- ښاغلی حاجي عنایت‌الله صدیق‌زی، د صدیق‌زی ګروپ شرکت رئیس، خدماتي مرستیال
۴- ښاغلی فیض محمد خوافي، د پسران خوافي لمیتد رئیس، د ولایاتو چارو مرستیال
۵- ښاغلی حاجي ابراهیم محب، د افغانستان نړیوال بانک رئیس، د نړیوالو اړیکو مرستیال
۶- ښاغلی میراجان سلیمان‌خیل، د سلیمان‌خیل پطرولیم رئیس، د پالیسي او حکومت اړیکو مرستیال
۷- حاجي خلیل خیرخواه، د خیرخواه فیول ګروپ لمیتد رئیس، مالي رئیس
۸- ښاغلی ذبیح‌الله عمرخیل، د منصور بلال لمیتد رئیس، د هیأت مدیره د دارالانشا رئیس
 
 
 
شنبه، د وږي ۸مه، ۱۴۰۴
 

مقالات دیگر...