ښاغلي حاجي نذیر د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس، د ښاغلي ارین زلګي اعظمي او ښاغلي میراجان سلیمان خیل د نوي مرستیالانو په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي، خپل کاري لومړیتوبونه د خصوصي سکتور انسجام، د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره او د هېوادوالو لپاره د کارموندنې رامنځته کول یاد کړل.
همدارنګه یې د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د لا ډېرې همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي ارین زلگی اعظمي د اتاق د پانګونې مرستیال، ښاغلی میراجان سلیمان خیل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال او ښاغلی ذبیح الله عمرخیل د مدیره پلاوي د دارالانشای رئیس، د واخان کوریدور شرکت له رئیس ښاغلي ذبیح الله نعماني او مل ټیم سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي نعماني د نوي ځمکني دهلېز په اړه معلومات وړاندې کړل چې د واخان کوریدور شرکت د تازه او وچو مېوو د لېږد لپاره د یخچالي کانتینرونو په وسیله د ازبیکستان – قزاقستان ترانزیت له لارې چین ته جوړ کړی دی.
نوموړي د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه د اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ او د دې پروسې لپاره د چینایي موټر چلوونکو د ځمکنيو ویزو د ورکولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د ټولو متشبثینو له پانګونې او د کارموندنې په رامنځته کولو کې د هغوی له فعال رول څخه مننه وکړه او د واخان کوریدور شرکت له لوري د نوي دهلېز جوړېدل د سوداګریزو معاملو د پراختیا لپاره یو نېک ګام وباله او هرکلی یې وکړ.
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، له ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق پخواني لومړي مرستیال، ښاغلي خانجان الکوزی او ښاغلي سلطان محمد صافي د اتاق د مشرتابه پلاوي پخواني غړو او ښاغلي احمد شاه حکیمي د کابل ولایت اتاق لومړي مرستیال او ښاغلي الحاج محمد رفیع عظیمي او ښاغلي میر افغان صافي ملي سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
ښاغلي مهمند د اتاق د پخوانۍ مشرتابه د غړو په استازیتوب، ښاغلي عظیمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې خپلې تجربې به د اتاق له نوي مشرتابه سره د کاري چارو د ښه والي په برخه کې شریکوي.
ښاغلي عظیمي د تېرې شپږ کلنې مودې په اوږدو کې د اتاق د پخوانۍ مشرتابه د غړو د کړنو او خدمتونو قدرداني وکړه، د هغوی د همکارۍ او د کاري تجربو د شریکولو د ژمنې هرکلی یې وکړ او دغه همکاري یې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې ګټوره وبلله.
 
 
 
دوشنبه، د وږي ١٠مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلی آرین زلگی اعظمي د اتاق پانګونې مرستیال او ښاغلی میراجان سلیمان خیل د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال، د ښاغلي محمد ولي امیني د اتاق د عامل پلاوي رئیس په حضور کې، د کابل ولایت مقام له استازو سره په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
په دې ناسته کې د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د مرستو د راټولولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د کابل ولایت مقام استازو د ولایت د وروستي پریکړې یادونه وکړه چې موخه یې د زلزله‌ځپلو هېوادوالو لپاره مرستې راټولول دي، او له اتاق څخه یې وغوښتل چې تاجران دې مالي مرستو ته وهڅوي.
ښاغلي اعظمي، د کابل ولایت د مقام استازو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ چې سوداګر به د زلزله‌ځپلو سره د مرستو لپاره هڅوي. نوموړي د خپل لوري څخه د ۵ زره امریکایي ډالرو مرسته هم اعلان کړه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي عنایت الله صدیقي زی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خدماتو مرستیال، د ښاغلي آرین زلګي عظیمي د پانګونې د مرستیال په حضور کې، د اتاق په مرکزي دفتر کې د اتاق د مشرتابه پلاوي له غړو او د عامل پلاوي له کارکوونکو سره تعارفي ناسته ترسره کړه.
 
 
 
دوشنبه، د وږي ۱۰مه، ۱۴۰۴
 
 
 

ښاغلي آرین زلګی اعظمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د جلا جلا ملاقاتونو په ترڅ کې د هېواد له یو شمېر فابریکه‌دارانو او مطرح سوداګرو هر یو: ښاغلي حاجي مایل خیرخواه، جلال الدین سعید، حاجي قیس، حاجي میرویس او حاجي کریم جان سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
د هېواد فابریکه‌دارانو او مطرح سوداګرو، ښاغلي اعظمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کړې او په ټولو کاري چارو کې یې له هغه سره د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي اعظمي، د هېواد فابریکه‌دارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او خپل کاري لومړیتوب یې د هېواد د خصوصي سکتور ټولنې ته خدمت یاد کړ.
 
 
سې شنبې، د وږي ١١مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...