د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي د ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو غړو او مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره او د اړوندو ولایتونو سوداګرو او پانګوالو ستونزې يې په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د پنبې تولید او صادراتو برخه کې واوریدې.
 
د ولایتي اتاقونو مشرتابه د پنبې د تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې د هغو ولایتونو د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په اړه چې عبارت دي له: نورو هېوادونو ته د پنبې د لېږدولو لپاره د ټرانسپورټي وسایطو لوړ لګښت، د موټرونو د نوبت موضوع، د پنبې اجباري فومیګیشن، یوازې په کانټینر ډوله موټرونو کې د پنبې د بارولو لازمي ګرځول، د هېواد په بندرونو په ځانګړې توګه تورخم کې د پنبې لیږد ته لومړیتوب نه ورکول، د پاکستاني سوداګرو له خوا یوازې په کلدارو د پنبې پیرودل او یو شمېر نورو مسایل يې د خپلو عمده ستونزو په توګه یاد کړل او د اتاق له مشرتابه څخه د یادو ستونزو حل برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د بېلابېلو ولایتونو د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د اورېدو پر مهال ژمنه وکړه چې د ټرانسپورټي خدمتونو د معیاري کولو او د پنبې د صادراتو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د ټرانسپورټ وزارت له مشرتابه سره موضوع شریکه کړي.   
نوموړي د پنبې په سکتور کې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او په نږدې راتلونکي کې د دې سکتور د ستونزو او ننګونو د پېژندلو په موخه د پنبې کنفرانس پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د پنبې کښت او پروسس د هېواد یو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه وباله او پنبې تولیدونکو او سوداګرو د سرتاسري اتحادیې رامنځته کول یې د معلوماتو د تبادلې او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره اړینه وبلله.  
نوموړي د ټرانسپورټي ستونزو پر حل د ټينګار تر څنګ د دې سکتور له سوداګرو وغوښتل، چې له اتاق سره په همغږۍ کار وکړي او د پنبې د خرڅلاو لپاره لا زياته بازار موندنه وکړي.

ښاغلي هوتک د کورنیو تولیداتو د ودې او په بېلابېلو برخو کې د اوږدمهاله پلانونو په جوړولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ډاډ ورکړ او د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو څخه يې وغښتل چې خپلې ستونزې په عین واحد کې د مرکزي اتاق سره شریکې څو د حل برخه کې یې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

سه شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق د ټرانسپورټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د اتاق عامل پلاوي صادراتو پراختیا ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل د چابهار بندر د کښتیو چلونې مرستیال ښاغلي حسن شهدادي سره آنلاین ناسته ترسره او په چابهار بندر کې شته فرصتونو او ننګونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مومند د چابهار بندر د خلیج له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د نښلولو تر ټولو نږدې بندر یاد کړ او چابهار یې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره یو مهم او ستراتیژیک بندر وباله.
نوموړي په چابهار بندر کې د کافي اسانتیاوو نشتوالی، د ټرانسپورټ لوړ لګښت او د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتوالي پر وړاندې له عمده ننګونو څخه وبللې او د دغه بندر له مسؤلینو یې وغوښتل چې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي حسن شهدادي د چابهار بندر او د هغه د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زیربناوو، لینونو او لارو، د معیاري سکینرونو د نصبولو او د کښتیو د ظرفیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په دغه بندر کې يې د افغان سوداګرو د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد بندر د مشرتابه د چمتووالي ډاډ ورکړ.  

ښاغلي الکوزي د چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼلی او د دغه بندر د ستونزو او فرصتونو د څېړلو او پېژندلو لپاره یې د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ.  
نوموړي له دغه بندر څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د افغان سوداګرو د لېوالتیا یادونه وکړه او د دې بندر په اړه یې د تخنیکي معلوماتو د زیاتوالي په موخه د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتو غونډو ترسره کول اړین وګڼل.

دوشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد د مختلفو سکتورونو له سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.

سوداګرو د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري د ویزو عدم صدور، په میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو بندیدل او د ټرانسپورټ برخه کې د نوبت نه شتون خپلې عمده ستونزې وبللې او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند د دوی د ستونزو تائیدولو او د حل برخه کې يې د اتاق د هلو ځلو یادولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د میوند بانک څخه به د دوی د پیسو آزادولو او د پاکستان د ویزو د صدور برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

یکشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد له یو شمیر حکومتي پروژو قراردادیانو او سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې واوریدې.

د حکومتي پروژو قراردادیانو د حکومت د وروستي فرمان په تړاو چې د تیرو پروژو تړونونو پر لغو ولاړ دی، خپلې اندیښنې د اتاق له لومړي مرستیال سره شریکې او زیاته يې کړه چې یاد فرمان د هېواد څخه د پانګې او پانګوالو د تیښتې او د حکومتي پروژو تطبیق برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د زړه ماتوالي سبب ګرځي.

ښاغلي مهمند د حکومتي پروژو قراردادیانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد پانګوالو څخه د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د تړونونو د لغو موضوع به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکه او د حل برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د هرات ولایت تازه میوې واردونکو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

واردونکي د ګمرکونو معینیت له خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه پر مڼو د ګمرکي محصول لوړېدل د بازارونو د بندېدو او په هېواد او په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې د مڼو د بیو د لوړېدو لامل بولي او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې غوښتنه وکړه چې، د مڼو د ګمرکي تعرفو په کمولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د میوو واردونکو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د هیواد د کرنې بډاینه د کورنیو تولیداتو په ملاتړ پورې تړلې وبلله او پر هغې سوداګرۍ چې ملي اقتصادي ګتې پکې په نظر کې نیول شوي وي ټینګار وکړ.
نوموړي د دوی د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د تازه میوو واردونکو ا صادرونکو سره لیدنه ترسره او په تازه مڼو د لوړې ګمرکي تعرفې په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د ګاونډیو هېوادونو په مڼو د ګمرکي تعرفې زیاتوالی د بزګرانو د ملاتړ او پیاوړتیا او د هېواد د کرنې د ودې لپاره یو ښه فرصت وباله او د هېواد د تازه مېوې له صادرونکو څخه یې وغوښتل، چې خپلې مڼې په بازار کې د قانون له مخې د بازار د نرخ مطابق وپلوري څو د مڼو د بیې د لوړوالي او له بهرنیو هېوادونو څخه د مڼو د واردولو مخه ونیول شي.

ښاغلي الکوزي د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له صادرونکو او واردونکو څخه یې وغوښتل چې په سوداګرۍ کې توازن په پام کې ونیسي ترڅو دواړه لوري زیانمن نه شي. نوموړي همدا راز د سوداګرۍ اتاق عامل پلاوي ته دنده وسپارله، چې په هېواد کې د مڼو د زېرمو اندازه وڅېړي او په راتلونکې غونډه کې به د هېواد د مڼو شته زېرمو او د بازار اړتیاوو ته په کتو سره به د وارداتي مڼو د تعرفې په اړه تصمیم ونیول شي.

په پای کې، صادرونکو او واردونکو د بهرنيو مڼو د ګمرکي محصولاتو د زياتوالي په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه د اتاق له مشرتابه سره شريک کړل او په دې برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

یکشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۴۰۲

مقالات دیگر...