د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حرکت ادارې په همکارۍ پاکستان هېواد سره په تجارت او ټرانزیټ کې د ننګونو په هکله د عامه او خصوصي خبرو اترو ناسته چې، د پاکستان په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داووزي او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلو د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند، د پانګونې مرستیال سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي د دارالانشاء مشر خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئيس شیرین آغا سخي، د اتاق د مدیره پلاوي غړو خانجان "الکوزي"، احمد ضیاء عظیمي "شینوزاده"، احمد شکیب "احمدیار"، جان آقا "صادقي" او محمد "گردیزي" د حرکت ادارې مشر نورعالم "حکیمیار"، د اتاق د عامل پلاوي رییس سید زمان "هاشمي" د بېلابېلو اتاقونو رییسانو او د خصوصي سکتور یو شمېر غړو او خبرېالانو په کې ګډون درلود، د کابل سرینا هوټل کې ترسره شوه.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند له پاکستان سره په تجارت او ټرانزیټ کې د شته ستونزو او هغه زیانونو په تړاو چې له دې امله سوداګرو او خلکو ته رسيږي خبرې وکړې او هیله مند شو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ اهمیت ته پام به د افغانستان او پاکستان حکومتونه به د موجوده ستونزو د د ایمي حل لپاره ګټور اقدامات وکړي څو، د دغو ستونزو له تکرار مخنیوی وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو اهمیت د یادولو ترڅنګ، د پاکستان په چارو کې د ولسمشر له ځانګړي استازي وغوښتل چې په یوه ستره غونډه کې چې هغه کې سوداګر او د حکومت استازي حضور ولري، اوسنۍ ستونزې وڅېړل شي او په عملي اقداماتو تصمیم ونیول شي.
نوموړي په کراچۍ بندر او پاکستان کې د همیشنۍ ستونزو او له بهرنیو هېوادونو څخه د مسلکي افرادو د استخدام لپاره د ویزې صدور ستونزه یاده کړه او د یادو ستونزو دایمي حل کې یې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت اهمیت، شته ننګونو او نورو ټرانزیټي لارو د لاجورد لار او چابهار او همدا راز هغه ستونزو په تړاو چې له ډېر وخته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې موجود دي، خبرې وکړې او غوښتنه یې دا وه، چې د دواړو هېوادونو تجارت په وړاندې شته ستونزو دایمي او بنسټیز حل لپاره په یو حل لاره کار وشي. هغه د (اپټا) تړون تطبیق په تړاو د موجوده ستونزو په نظر کې نېولو سره، د دغه قرارداد متن په بیا کتنې یې ټینګار وکړ.
د حرکت ادارې رییس ښاغلي نور عالم حکیمیار، په خپلو خبرو کې د کرونا بحران په وخت کې د پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې رامنځته شویو ستونزو په نظر کې نیولو او د دغو ستونزو حل برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او حرکت ادارې ترمنځ هڅو او همدا راز د امریکا، بریتانیا او اروپایي ټولنې د هېوادونو سیاسي همکاریو ته په اشارې د دې برنامې په اهمیت خبرې وکړې.
د پاکستان په چارو کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داوودزي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو ستونزو او سیاسي اختلافاتو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو کلي اوضاع په تړاو خبرې وکړې او د شته ستونزو حل په هکله یې د افغانستان د حکومت له ارادې یادونه وکړه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو کمښت او د سیاسي، سوداګریزو،ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو ښه والی یې د دواړو حکومتونو او د دوو هېوادونو د خلکو په ګټه وباله او هیله یې وښوده چې افغانستان کې د سولې په راتګ به، د دواړو هېوادونو مناسبات ښه شي.
د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو د فدراسیون د پانګونې مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي فعالیت لپاره د ټرانزیټي دروازو پرانسته کې د حرکت ادارې له هڅو او همکاریو مننه او ستاینه وکړه او د شته ستونزو د حل لپاره یې د هېواد د سوداګرو د نظرونو راټولو، د (اپټا) تړون د تطبیق او د هغه د متن په بیا کتنې یې هم ټینګار وکړ.
د دې ناستې په پای کې، مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور استازو او سوداګرو هم خبرې وکړې او د موجوده ستونزو کمښت او د هغې د حل په تړاو یې خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اوکراین جمهوریت سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اوکراین جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د روان کال د وږې میاشت پر 6مه نېټه د پنجنشبې ورځ اوکراین کې د افغانستان د سفیر او د دواړو هېوادونو د اتاقو د رییسانو په حضور کې د ویډیو کنفرانس له طریق هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اتاق د پانګونې مرستيال د موبل او فرنيچر د اتحاديې له مشر او غړو سره ولېدل او د هغوى د ستونزو په حل کولو يې خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستيال ښاغلي سلطان محمد "صافي" دوشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په درېمه د موبل او فرنيچر د ټولنې له مشر محمد نعيم "رحيمي" او د دې اتحاديې يو شمېر غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د لېدنې په ترڅ کې د هغوى د ستونزو او حل لارو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي "رحيمي" د وارداتي توکو د ګمرکي پړاونو د طى کولو پر مهال ستونزې او فساد، د دې اتحاديي پر توليدي شرکتونو د برښنا د لګښت لوړوالى د اندېښنې وړ وبلل او دغه برخه کې يې له اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سوداګرو د کراچۍ بندر او پاکستان کې د خپلو وارداتي اموالو ځنډ، د پيسو د انتقال ستونزه او همدا راز د هېواد لويو لارو کې بېلابېلې اخاذې د سوداګرو لپاره له جدي ستونزو وبللې او د شته ننګونو حل کې يې د اتاق له همکاريو وغوښته.
د اتاق د پانګونې مرستيال محترم "صافي" د کورنيو توليداتو د ملاتړ ښودلو او د سوداګرو د ستونزو تايېد ترڅنګ، د موبل او فرنيچر د اتحاديي له رييس او غړو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په کتبي بڼه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وسپاري او ژمنه يې وکړه چې اتاق به ډېر ژر د دوى ستونزې د حل لپاره مربوطه بنسټونو سره شريکې او د حل کولو لپاره به يې هڅې وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، په یو خبري ناسته کې افغانستان کې د کار د وضعیت د څلروېشتمې سروې او په هغې د کوویډ 19 اغیزو جزیات اعلان کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په یو خبرې ناسته کې چې د حرکت ادارې په همکارۍ د اتاق د محترم مشرتابه پلاوي غړو ښاغلو د مدیره پلاوي لومړي محمد یونس "مومند"، د پانګونې مرستیال سلطان محمد "صافي"، د دارالانشاء رییس خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو خانجان "الکوزي"، آذرخش "حافظي"، احمد ضیاء عظیمي "شینوزاده" او جان آقا "صادقي"، د حرکت ادارې رییس نورعالم "حکیمیار" او د اتاق د عامل پلاوي رییس سید زمان "هاشمي"، د خصوصي سکتور لسګونو غړو او خبرېالانو په ګډون د اتاق د غونډو تالار کې ترسره شوه، افغانستان کې د کار وبار څلرویشتمه سروې او پر هغې د کوویډ 19 اغیزې اعلان کړې.
د افغانستان د سارک سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړو او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین غونډه ترسره شوه
د افغانستان د سارک اتاق محترم مدیره پلاوي غړو خیرالدین "مایل احمدي"، محمد یونس "مهمند"، غلام نبي "عیدي زاده"، جلال الدین "سعید"، عبدالجبار "ساپي"، نظام الدین "تاجزاده"، امیرجان "حیدري"، ظریف "بهارت" او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوې مشرې مېرمن منیژه "وافق" د یکشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په دوېمه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي مرستیال ښاغلي میروېس ناب او د دغه وزارت له یو شمېر رییسانو سره ولېدل او د سارک سازمان د ستونزو په تړاو یې بحث او خبرې وکړې.
دې ناسته کې،د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي معین او د دې وزارت مسوولینو سره د سوېلي اسیا د سیمه یېزو اقتصادي همکاریو سازمان (سارک) د دایمي ناستې د نه ترسره کېدو له امله د دغه سازمان په رسمیت پېژندل شویو 24 بنسټونو د جواز نه تمدید، د افغانستان سوداګرو او پانګه والو ته د سارک د کثیرالمسافرت ویزې د سټیکر عدم صدور او همدا راز په افغانستان کې د سارک سازمان د صنعتي پارک جوړېدو وړاندیزونه شریک او د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي "ناب" د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو له لوري د مطرح شویو ستونزو له اورېدو وروسته، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همکارۍ به موجوده ستونزې حل کړي.
خصوصي سکتور ته د امنیتي خدمتونو د عرضه کولو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عامه محافظت ملي تصدۍ ګډه غونډه وشوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د عامه ساتنې ملي تصدۍ، د هېواد خصوصي سکتور لپاره د امنیتي خدمتونو چمتو کولو په موخه د اتاق د مشرتابه پلاوي غړو، د کابل والي، د عامه محافظت ملي تصدۍ مشر، د کورنیو چارو وزارت مسوولینو او د هېواد د خصوصي سکتور غړو حضور کې د کابل انټر کانټیننټال هوټل کې ګډه ناسته ترسره کړه.