د شانګهای همکاریو سازمان له نندارتون څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مل پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک ته سفر وکړ او د شانګهای همکاریو سازمان په نندارتون کې، چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی و، ګډون وکړ.
 
دې نندارتون ته د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رئیسان او مرستیالان وربلل شوي وو او په رسمي ډول د قرغیزستان لومړي وزیر لومړي مرستیال ښاغلي دانیار امان‌ګېلدیف له لوري پرانیستل شو.
د نندارتون په څنډه کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو ځینو خونو له رئیسانو او استازو سره، چې پکې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال، د تاجیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، د روسیې فدراسیون د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شامل وو، لیدنې او خبرې کړې.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او ښاغلي الحاج عنایت الله صدیقزي، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج نجابت حیدري، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عزیزالله امین هم ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د قرغیزستان لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون بېلابېلې برخې ولیدې او د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.
 
شنبه، چنګاښ شپږمه، ۱۴۰۵