د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوست هېواد هندوستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې له رئیس ښاغلي پریم جیت لال سره لیدنه او خبرې وکړې.د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د تېرو نهو میاشتو په موده کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د خونې مشرتابه د سوداګرۍ پراختیا او د پانګونې جلب په موخه په دې موده کې له هېواد بهر له شلو زیات رسمي سفرونه کړي او په هېواد دننه او بهر یې په ګڼو اقتصادي کنفرانسونو، نندارتونونو او غونډو کې ګډون کړی.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې خونه لېواله ده، څو د افغانستان سوداګرو او پانګوالو پلاوي د هندوستان په نړیوالو نندارتونونو او مهمو اقتصادي غونډو کې د ګډون لپاره معرفي کړي. نوموړي د هند د سوداګرۍ پراختیا ادارې څخه وغوښتل، چې د هند په نندارتونونو کې افغان سوداګرو ته د پراخ ګډون زمینه برابره کړي او د دې ادارې په همکارۍ په افغانستان کې هم ګډ دوه اړخیز او څو اړخیز نندارتونونه او غونډې جوړې شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فرصتونه لا ښه معرفي شي.د هندوستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې رئیس ښاغلي پریم جیت لال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له سفر او همدارنګه د پراګتي میدان د نندارتون مرکز له لیدنې خوښي وښوده او ویې ویل، چې په تېرو کلونو کې د هندوستان په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کمرنګه شوی و.نوموړي زیاته کړه، چې د هند د سوداګرۍ پراختیا اداره چمتوو ده، څو د روان کال د نومبر په میاشت کې د هند نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې د ګډون لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته رسمي بلنه ورکړي. د هغه په وینا دغه اداره چمتوو ده، چې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ۲۰۰ کسیز پلاوي ګډون ته زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ترمنځ همکارۍ او پانګونې ته نوي فرصتونه رامنځته شي.د دې لیدنې په پای کې ښاغلي سید کریم هاشمي د هند د پراګتي میدان د نندارتون له مرکز لیدنه وکړه. دغه مرکز د لویو او منځنیو سالونونو په لرلو سره د غونډو، نندارتونونو او نړیوالو پروګرامونو د کوربتوب وړتیا لري او په یو وخت کې د څه باندې اووه زره ګډونوالو د ځایولو ظرفیت لري. یاد مرکز د سیمې له سترو سوداګریزو او نندارتونیزو مرکزونو شمېرل کېږي.په پای کې دواړو لورو د نندارتونیزو همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.پنجشنبه، چنګاښ څلورمه، ۱۴۰۵