د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې (ASSOCHAM) له رئیس ښاغلي نیرمل کومار مېندا او د یادې خونې له مشرتابه غړو سره د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړې.په دې غونډه کې ښاغلي سید کریم هاشمي د افغانستان پلاوي له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان او هند اوږدې تاریخي، دوستانه او اقتصادي اړیکې لري. نوموړي زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې د خصوصي سکټور رول تر بل هر وخت مهم دی او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ خونې کولای شي د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او دوامدارو همکاریو لپاره اغېزناکه ونډه ولوبوي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس وویل چې د دې غونډې موخه یوازې تشریفاتي لیدنه نه بلکې د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د منظمې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي. نوموړي د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو نندارتونونو او غونډو پر جوړولو، د پانګونې فرصتونو پر معرفۍ، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینو، ځوان بشري ځواک او د کرنې، کانونو، انرجۍ، ټرانسپورټ، لوجستیک، کورنیو تولیداتو او کوچنیو او منځنیو صنعتونو په برخو کې د پراخو ظرفیتونو له امله د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان محصولات، په ځانګړي ډول وچه مېوه، زعفران، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، طبي بوټي او لاسي صنایع، د هند په بازارونو کې د لا پراخیدو وړتیا لري.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اسوچم خونې له مشرتابه، هندي سوداګرو او پانګهوالو څخه بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه له نږدې لیدنه وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چمتو ده څو د هندي سوداګریزو پلاوو کوربهتوب وکړي او د هغوی لپاره د افغان سوداګرو، تولیدي شرکتونو او اقتصادي بنسټونو سره د لیدنو زمینه برابره کړي.ښاغلي هاشمي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د مالي لېږدونو، بانکي اړیکو، سوداګریزو ویزو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لوجستیک په برخو کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم خونې ترمنځ د ګډې همکارۍ یو چوکاټ رامنځته شي، څو د سوداګرو ستونزې تعقیب، معلومات تبادله او ګډ پروګرامونه تنظیم شي.ورپسې د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي نیرمل کومار مېندا د ښاغلي سید کریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان د خصوصي سکټور د پلاوي له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغانستان او هند اړیکې څو پېړۍ لرغونی تاریخ لري او باید دا تاریخي اړیکې د نوو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له لارې لا پیاوړې شي.نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم خونې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک غوښتنه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. هغه زیاته کړه چې اسوچم خونه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د اندازې د دوه برابره کولو لپاره پر بېلابېلو لارو چارو کار کوي او په دې برخه کې به له خپلو غړو سره پراخې مشورې ترسره کړي.د اسوچم خونې رئیس همدارنګه څرګنده کړه چې د ګډې همکارۍ درې مهمې برخې کانونه، نفت او ګاز او د بورې صنعت او د خوراکي توکو پروسس دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په راتلونکو یو یا دوو میاشتو کې به له افغان لوري سره دوه یا درې مجازي غونډې ترسره شي او وروسته به اسوچم خونه د ۱۵ تر ۲۰ تنو هندي صنعتکارانو او پانګهوالو یو پلاوی افغانستان ته واستوي.ښاغلي مېندا هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې لږ تر لږه دوه هندي صنعتونه په افغانستان او دوه افغان صنعتونه په هند کې رامنځته شي څو د دواړو هېوادونو اقتصادي او صنعتي همکارۍ نوي پړاو ته داخلې شي.د غونډې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د اسوچم سوداګرۍ خونې مشرانو د سوداګرۍ، پانګونې، نوښت او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه هوکړه لیک به د افغانستان او هند ترمنځ د عملي او دوامدارو همکاریو لپاره نوی فصل پرانیزي.چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵