د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ښاغلي آنند پرکاش سره وکتل او د افغانستان د خصوصي سکټور د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.د لیدنې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي د هند هېواد د حکومت له لوري د افغانستان خلکو او خصوصي سکټور سره د شوو همکاریو او مرستو ستاینه وکړه او په ځانګړې توګه یې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د سوداګریزو ویزو د بېرته صادرېدو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د هند سفیر، ښاغلي کرن یادف د هغو هڅو او همکاریو مننه وکړه چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې ترسره کړي دي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان د خصوصي سکټور شته ستونزې د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره شریکې کړې او ویې ویل چې د سوداګریزو وېزو صادرول لا هم له اوږدو ځنډونو سره مخ دي چې دا چاره د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. نوموړي د چابهار بندر اړوند ستونزې، لکه د توکو د لېږد لوړ لګښتونه، د بارونو په انتقال کې ځنډ، د کوچنیو بېړیو کمښت، د پیسو د لېږد ستونزې، د بانکونو له خوا د ځینو سوداګریزو اسنادو نه منل، له هندي شرکتونو سره د افغان سوداګرو د پانګې پاتې کېدل، د افغانستان د صادراتي کانټینرونو درېدنه او ورباندې د ډیمریج درنو لګښتونو وضع کېدل او همدارنګه افغان سوداګرو ته د سوداګریز فعالیت د جوازونو نه ورکول د مهمو ستونزو په توګه یاد کړل.ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه یو شمېر ټاکلې وړاندیزونه هم وړاندې کړل چې په کې د سوداګریزو ویزو د صادرولو او تمدید لپاره د چټک او ځانګړي میکانیزم رامنځته کول، په چابهار بندر کې د لګښتونو کمول او د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي پلاوو د تبادلې لپاره د منظم پروګرام جوړول، په هند کې افغان سوداګرو ته د سوداګریزو جوازونو د ترلاسه کولو زمینه برابرول او د درېدلو کانټینرونو د ستونزو د حل لپاره د ګډ میکانیزم جوړول شامل وو. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د محصولاتو د نوم څخه د جعل او ناوړه استفادې پر وړاندې مبارزه باید داسې مدیریت شي چې د اصیلو افغان محصولاتو او سوداګرو اعتبار ته زیان ونه رسېږي.هغه زیاته کړه چې یو شمېر افغان سوداګر له هندي شرکتونو او سوداګرو سره سوداګریزې او مالي شخړې لري چې تر اوسه نه دي حل شوي. نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د دغو سوداګرو نوملړ او د هغوی د سوداګریزو شخړو اړوند موضوعات د هند د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي او د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه ځکه د دغو ستونزو حل کول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور په پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.ورپسې ښاغلي آنند پرکاش د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هند حکومت د افغانستان له خصوصي سکټور سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه ډاډ ورکړ چې د هند حکومت به د سوداګریزو ویزو د صادرولو د بهیر د لا اسانتیا لپاره هڅې وکړي او داسې تدابیر به ونیسي چې افغان سوداګرو ته سوداګریزې ویزې په لنډ وخت کې صادرې شي.ښاغلي آنند پرکاش همدارنګه ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا مطرح شوې ستونزې به له اړوندو هندي ادارو سره تعقیب او همغږي کړي. نوموړي د ټرانسپورټ او د توکو د لېږد په برخه کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان خصوصي سکټور دې له کرایه شوو کارګو الوتکو څخه ګټه واخلي او زیاته یې کړه چې د هند حکومت به هڅه وکړي څو نه یوازې د ډهلي، بلکې د هند د نورو ښارونو او افغانستان ترمنځ د ورځنیو الوتنو د تنظیم لپاره لازم ملاتړ برابر کړي او د هوايي ډګرونو د لګښتونو او اړوندو اسانتیاوو په برخه کې هم همکاري وکړي.په دې لیدنه کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور هم شتون درلود او د افغانستان او هند ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.د غونډې په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند حکومت ترمنځ د نږدې همکاریو پر دوام، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته خنډونو پر له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.چهارشنبه، چنګاښ درېیمه، ۱۴۰۵