د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «پي ايچ ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHD Chamber of Commerce and Industry) له رهبرۍ او غړو سره لیدنه او خبرې وکړې.یاده ناسته د «افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې د هند په نوي ډهلي ښار کې د پي ایچ ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتی نور احمد نور، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي ګلمیر امینی، په هندوستان کې د افغانستان د سوداگریزې اتشې ښاغلي سید حماد هاشمي او یو شمېر افغان او هندي سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.په دې غونډه کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او د شته فرصتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.ښاغلي سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان او هندوستان اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکې لري او دا اړیکې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې سوداگري یوازې د توکو د اخیستلو او پلورلو معنی نه لري، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې، د خلکو د سوکالۍ او د ملتونو د نږدېوالي وسیله ده.نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یوازې د مصرف بازار نه دی، بلکې د زراعت، معادن، قالینو، لاسي صنایعو، وچه مېوه، زعفران، قیمتي ډبرو، مرمر او نورو ارزښتناکو تولیداتو په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري. همدارنګه هندوستان د صنعت، ټکنالوجۍ، درملو، ماشینالاتو او صنعتي تولیداتو په برخه کې لوی بازار او ظرفیت لري چې د دواړو هېوادونو همکاری کولای شي متوازنه او ګټوره وي.ښاغلي هاشمي وویل چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید یوازې د صادراتو او وارداتو په کچه محدودې نه وي، بلکې باید د ګډو پانګونو، ګډو شرکتونو، ټکنالوجۍ لېږد، د بشري ځواک روزنې او صنعتي همکاریو پر لور پراخې شي.هغه د ګډو ناستو، نندارتونونو او سوداګریزو پروګرامونو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول پروګرامونه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ باور زیاتوي او د همکاریو نوې لارې پرانیزي. نوموړي په پای کې هندي پانګوال افغانستان ته د پانګونې لپاره راوبلل.هغه وویل چې په افغانستان کې عمومي امنیت تأمین شوی او د دې امنیت په رڼا کې د پانګونې فرصتونه تر پخوا ډېر برابر شوي دي او ویې ویل چې د اسلامي امارت رهبري د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او د اسانتیاوو د برابرولو لپاره جدي هڅې روانې دي.په دوام کې نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې د هېواد له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو سره بلد شي.ورپسې په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي مفتی نور احمد نور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او ویې ویل چې سفارت تل د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره چمتو دی.وروسته د PHD د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس ښاغلي سنتوش جوشي د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.هغه وویل چې دغه خونه د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې لکه درمل جوړونه، لوجستیک، کارګو، صنعتي تولیداتو او پانګونې کې همکارۍ ته چمتو ده.نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هندي سوداګرو او پانګوالو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې به د پانګونې فرصتونه وڅېړي.په پای کې دواړو لورو د ګډو ناستو د دوام، د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ.چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵