د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ډهلي ښار له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلی مفتي نور احمد نور هم و.د غونډې په پیل کې ښاغلي سید کریم هاشمي په هند کې له مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د خصوصي سکټور د یوه خدمتگار په توګه، د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ خپله اساسي دنده ګڼي او د هېواد د اقتصادي فعالانو د ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د دې غونډې موخه د افغان سوداګرو د سوداګرۍ، پانګونې، اقامت، اسنادو، د پیسو لېږد، صادراتو او وارداتو په برخو کې د ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو اورېدل وبلل او زیاته یې کړه چې خونه د خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه راټولوي او د رسمي مجراوو له لارې یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکوي څو ورته عملي او قانوني حللارې ولټول شي.ښاغلي هاشمي همدارنګه پر یو شمېر مهمو اصولو لکه سالمې سوداګرۍ، په معاملو کې رښتینولۍ، د کوربه هېواد د قوانینو رعایت، په اسنادو کې روڼتیا، ژمنو ته درناوي او د افغان سوداګر د اعتبار ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر افغان سوداګر له هېواده بهر د افغانستان د خلکو د عزت، باور او فرهنګ استازی دی.نوموړي له افغان او هندي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا په افغانستان کې پانګونه کولای شي د کارموندنې، د بېوزلۍ د کمښت او اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو د هڅو او رغنده رول ستاینه وکړه او د افغانستان او هند ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې مهم وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکټور د خدمتگار په توګه به هر وخت د افغان سوداګرو په خدمت کې وي او د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو لپاره به جدي هڅې کوي.ورپسې په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان سفارت به تل د افغان اتباعو او سوداګرو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې ساتي. همدارنګه هغه په هند کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو د قانوني کولو او د نافذه قوانینو او مقرراتو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ.د غونډې په پای کې په هند کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو په وار سره خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس او په هند کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره شریک کړل او د شته ستونزو د حل او سوداګریزو فعالیتونو د لا اسانتیا لپاره یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.چهارشنبه، چنگاښ درېیمه، ۱۴۰۵