د هند په «بهارت بیلډکان» نړیوال نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ساختماني توکو په ستر نړیوال نندارتون «بهارت بیلډکان» کې ګډون وکړ.
په دغه نندارتون کې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۸۰ هېوادونو څخه لوړپوړي چارواکي او استازي بلل شوي وو او د هند او ګډونوالو هېوادونو کرنیز او صنعتي محصولات په ۳۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
ښاغلي هاشمي د نندارتون په ترڅ کې له یو شمېر هندي او نړیوالو سوداګرو او پانګوالو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
دغه نندارتون چې تمرکز یې تر ډېره پر عمراني او ساختماني فعالیتونو دی د هند له سترو نړیوالو نندارتونونو څخه شمېرل کېږي چې هر کال پکې د نړۍ ستر پانګوال او سوداګریز شرکتونه ګډون کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په داسې حال کې چې په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلی مفتي نور احمد نور او په دغه هېواد کې د افغانستان د تجارتي اتشه ښاغلی سيد حماد هاشمي یې ملتیا کوله د نړۍ د مشهورو شرکتونو له یو شمېر غرفو څخه هم لیدنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د دغه نړیوال نندارتون په څنډه کې له یو شمېر هندي سوداګریزو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره هم وکتل او هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه په ځانګړې توګه د ساختماني خامو توکو په برخه کې تشریح کړل. نوموړي افغانستان د بېلابېلو ساختماني کانیزو خامو توکو له پلوه د نړۍ په ځانګړي ډول د هند د ساختماني شرکتونو لپاره مناسب هېواد وباله او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې افغانستان د ساختماني توکو د مخ پر زیاتېدونکې اړتیا او د پانګونې د مناسبو فرصتونو له امله کولای شي د بهرنیو پانګوالو په ځانګړي ډول د هندي شرکتونو لپاره پر مناسب بازار بدل شي.
 
دوشنبه، چنګاښ اوله، ۱۴۰۵