د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په بلنه د یاد هېواد د سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې غونډه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې فعالیتونه او خدمات تشریح کړل او د ازبکستان سوداګر او پانګوال یې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونې ته وهڅول. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان دا مهال د پانګونې لپاره مناسب او مساعد شرایط لري او د کرنې، کانونو، انرژۍ، ټرانسپورټ او زیربناوو په برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره پراخ او بېساري فرصتونه برابر شوي دي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د افغانستان اسلامي امارت په همکارۍ د ازبکستان د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل او ننګونو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د شته ستونزو د اغېزناکې حل لارې موندلو په موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ ګډه سوداګریزه شورا جوړه شوې چې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ګمرکونو او ټرانزیټ اړوند ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډو پانګونو پر زیاتوالي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. دغه غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د راتلونکو پانګونو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو لورو د جدي هوډ څرګندونه کوي.