د ازبکستان د فرغانې ولایت له والي سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند د پانګونې د پنځم نړیوال فورم په څنډه کې د ازبکستان د فرغانې ولایت له والي ښاغلي خیرالله باذوروف سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او د ازبکستان د فرغانې ولایت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه. ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ پر ودې دوستانه اړیکو په یادولو سره فرغانې ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي پخوانی سفر مثبت او ګټور وباله او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د فرغانې والي ته بلنه ورکړه څو د یوه سوداګریز او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل او د افغانستان نورو ولایتونو ته سفر وکړي او له نږدې د هېواد د پانګونې له فرصتونو او اقتصادي ظرفیتونو سره بلد شي. نوموړي د دواړو لورو ترمنځ د پخوانیو هوکړو او تړونونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خیرالله باذوروف د افغانستان له اقتصادي پرمختګونو خوښي وښوده او ویې ویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره پراخ فرصتونه موجود دي. نوموړي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره به لازمې همکارۍ ترسره کړي.
د فرغانې والي همدارنګه د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو موضوع یاده کړه او ژمنه یې وکړه چې د شته خنډونو او ستونزو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي څو د افغانستان د تازه مېوو صادرات د ازبکستان بازارونو ته لا زیات اسانه شي.
نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه څو په کابل کې د فرغانې ولایت د سوداګرۍ خونې استازولي جوړه شي او دا یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله.
د غونډې په پای کې ښاغلي خیرالله باذوروف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس بلنه ومنله او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د یوه تخنیکي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي څو د ګډو همکاریو او پانګونو فرصتونه له نږدې و ارزول شي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي نجابت‌الله حیدري او ښاغلي عبدالصبور احمدي هم و.
 
جمعه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۵