د تاشکند د پنځم نړیوال فورم له نندارتون څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد د خصوصي سکټور د یو شمېر غړو په ملتیا د تاشکند د پنځم نړیوال فورم له نندارتون څخه چې د تاشکند ښار د منځنۍ اسیا د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی و، لیدنه وکړه.
 
په دغه نندارتون کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د کانونو، صنعت، انرژۍ او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې او د پانګونې فرصتونه نندارې ته وړاندې شوي وو. په دې ستره اقتصادي غونډه کې د نړۍ له پنځوسو څخه د زیاتو هېوادونو څه باندې څلور زره مشرانو، پانګوالو، صنعتکارانو، سوداګرو، د عامه او خصوصي سکټورونو پرېکړه نیوونکو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره ارزښتناک فرصتونه
په دغه نندارتون کې د خونې ګډون د افغانستان د ظرفیتونو او پانګونې فرصتونو د معرفي کولو، له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د بهرنیو پانګونو د جذب، د صادراتو د ودې او د افغانستان د خصوصي سکټور او نړیوالو شرکتونو ترمنځ د همکاریو د رامنځته کېدو لپاره یو بې‌ساری فرصت برابر کړ.
همدارنګه دغه نړیواله غونډه د تجربو د تبادلې، له نوښتونو او نوو صنعتي او سوداګریزو لاسته راوړنو سره د بلدتیا او د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونکې کړۍ په توګه د افغانستان د رول د پیاوړتیا لپاره یو مناسب فرصت بلل کېږي.
پر اقتصادي همکاریو ټینګار
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د سیمه ‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو تعاملاتو پر زیاتوالي او د افغانستان د خصوصي سکټور د ودې او پرمختګ لپاره د شته فرصتونو پر اغېزناکې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج نجابت‌الله حیدري او ښاغلي الحاج عبدالصبور احمدي هم د خونې عمومي رئیس ملتیا کوله.
د همکارۍ هوکړه لیک
د یاد نندارتون په څنډه کې د افغانستان د لوري د اعتماد اخندزاده شرکتونو ګروپ او د ازبکستان د دولتي شرکت Uzbekistan Technological Metals Complex ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو د اکتشاف او استخراج، د معدني موادو د پروسس او تصفیې، د معیاري لابراتوارونو د جوړولو، د بېخبناوو د پراختیا او په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شوی دی.
د یادې هوکړې له مخې تر لسو میلیونو امریکايي ډالرو پورې د پړاویزې پانګونې د جذب زمینه برابره شوې ده او تمه کېږي چې دغه همکاري به د کانونو د سکټور په وده، د ټکنالوجۍ په لېږد، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په زیاتوالي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۴۰۵