سېشنبه، د ليندۍ ۳يمه، ۱۴۰۵د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس الحاج سيد کريم هاشمي د يوه پلاوي په مشرۍ د سېشنبې په سهار بلخ ولايت ته ورسېد او له هغه ځایه به جوزجان، فارياب او د فارياب؛ اندخوی ولسوالۍ ته هم لاړ شي.ښاغلی هاشمي به د يادو ولايتونو له سوداګرو، پانګوالو او سيمهييزو چارواکو سره پر ليدنو سربېره، دغلته د خونې ولايتي استازوليو فعاليتونه هم له نږدې وڅاري.په دې سفر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي الحاج خالد مجيد، الحاج ګلمير اميني، الحاج سخي احمد نورزاد، الحاج حميدالله حبيبي او هېواد باز او دغه راز د خونې عامل پلاوي رئیس ډاکټر محمد جبران مدثر د عمومي رئیس ملتيا کوي.دغه سفر په يادو ولايتونو کې د اقتصادي فرصتونو د لا زياتې پېژندنې، د پانګوالو هڅونې او سوداګرو او پانګوالو ته د دوی له پانګونې او سوداګريزو فعاليتونو د خونې ملاتړ په اړه د ډاډ ورکولو په موخه ترسره کېږي.