د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي، چې د سټراټېژیکو اړیکو په چارو کې د عمومي ریاست مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، د افغانستان په استازیتوب د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې نائب رئیس او د خونې مدیره پلاوي او د سارک اجرائیوي کمېټې غړي ښاغلي نعمتالله پوپل په کې شامل وو، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۶مه او ۱۷مه د مالدیف جمهوریت په کوربهتوب د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائیوي کمېټې په ۸۸يمه ناسته کې فعال او اغېزناک ګډون وکړ.د افغانستان استازو په دې ناسته کې د مسلکي، فعال او باخبره حضور له لارې د تېرې ناستې د صورتجلسې په ارزونې او تائید د ناستې اجنډا په اړه بحث او د نظرونو په تبادله او همدارنګه د مالدیف له اقتصادي چارواکو او بنسټونو له مسوولانو سره په لیدنو کې فعاله ونډه واخېسته. دوی د ځانګړو لیدلورو او وړاندیزونو په کولو سره د افغانستان سوداګریزې ستونزې او لومړیتوبونه مطرح کړل او د هېواد اقتصادي وړتیاوې او د پانګونې فرصتونه یې ور وپېژندل. د افغانستان استازو دغه اغېزناک او رغنده حضور د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونو رئیس او د غړو هېوادونو د استازو له لوري وستایل شو.په دې ناسته کې د افغانستان استازي د سارک د موخو عملي او د اندازه کولو وړ اقداماتو ته د اړولو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ درې مهم نوښتونه وړاندې کړل:۱: د سوداګریزو خنډونو لرې کولو او د غړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي ستونزو حل په موخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو سیمهییز پروګرام.۲: د لابراتوارونو پر پیاوړتیا، د متخصصینو پر روزنه او د افغانستان د صادراتي ظرفیتونو پر لوړولو متمرکز د کیفیت د بېخبناوو معیاري کولو، اعتبار ورکولو او صادراتو د تصدیق په برخه کې د همکاريو ځانګړی سیمهییز پروګرام.۳: د تخنیکي زدهکړو، د تجربو د تبادلې او د خصوصي سکټور او ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د همکاریو له لارې د بشري پانګې او صنعتي مهارتونو د پراختیا سیمهییز پروګرام.د دې ناسته له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه د افغانستان د دویم وړانديز منل و. په همدې تړاو ځانګړې کمېټه جوړه شوه او افغانستان د دې کمېټې د رئیس په توګه وټاکل شو، څو د نورو غړو هېوادونو د استازو په ګډون د کیفیت د بېخبناوو او د صادراتو د تصدیق ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره عملي کار پیل کړي. همدارنګه د سارک مشرتابه ژمنه وکړه، چې د افغانستان پر دوو نورو وړاندیز شوو نوښتونو به هم په راتلونکو پړاوونو کې کار وشي.د دې ناستې له نورو مهمو پایلو څخه د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې افغانستان ته د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مشرتابه پلاوي د سفر او په کابل کې د دغه سازمان د اجرائیوي کمېټې د راتلونکې ناستې د جوړېدو پرېکړه وه. سربېره پر دې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سارک د نساجۍ او جامو په کمېټه کې غړیتوب ترلاسه کړ.د مالدیف له اقتصادي چارواکو او بنسټونو سره په لیدنو کې د افغانستان استازو په هېواد کې د پانګونې فرصتونه او د افغاني محصولاتو صادراتي وړتیاوې لکه تازه او وچې مېوې، مغزباب، زعفراڼ، غالۍ، قیمتي ډبرې، مرمر او نساجي محصولات معرفي کړل. همدارنګه دوی د مالدیف سوداګر او پانګوال افغانستان ته د سفر او په تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونې ته راوبلل. په دغو لیدنو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې بنسټیز اصلاحات او د خدماتو وړاندې کولو وړتیاوې هم تشریح شوې.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ناسته کې خپل ګډون د سیمهییزو همکاریو په چوکاټ کې د هېواد د خصوصي سکټور د دریځ پیاوړتیا، د صادراتو پراختیا، د پانګونې جذب او د سارک له غړو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د عملي او پایلهلرونکو همکاریو پر لور د اړولو په برخه کې یو مهم ګام بولي.