د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې له یونېسف سره شریکې کړې.

سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې عمومي ریاست د مرستیالانو ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي او مجیب‌الرحمن شېرزاد په ملتیا د افغانستان لپاره د یونېسف د مسلکي زده‌کړو پروګرامونو له مسؤلینو اغلي کریسټیبل موسوندا (Christabel Musonda) او ښاغلي لطف‌الله لطیف سره په انلاین ناسته کې د اقتصادي پیاوړتیا او د ښځو، ځوانانو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د خونې مشرتابه د مسلکي زده‌کړو، د ځان‌بسیا کارموندنې او د عایدو ترلاسه کولو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو لړ عملي وړاندیزونه د یونېسف مسؤلینو ته وکړل. په دغو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، د خوراکي توکو او روغتیا ساتنې د وسایلو تولید په برخو کې د مسلکي زده‌کړو پروګرامونه شامل وو.
د یونېسف مسؤلینو هم د کاري فرصتونو په پېژندلو او د کار بازار د اړتیاوو سره سم د مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو په طرحه کولو کې له خصوصي سکټور سره د همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.
همدارنګه د خونې د مشرتابه له لوري د افغانستان د سهامي شرکت رامنځته کولو طرحه او د سرطان درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز تخصصي روغتون جوړولو وړاندیز هم مطرح شو او په دې برخو کې د همکاریو پر ممکنه لارو چارو نظرونه تبادله شول.
په پای کې دواړو لورو د مسلکي مهارتونو د پراختیا او د ټولنې اړمنو قشرونو ته د دوامدارو کاري او عایداتي فرصتونو د برابرولو په موخه د تخنیکي او تخصصي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.