د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې پنځلسمه ناسته ترسره شوه

سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې پنځلسمه ناسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ د عمومي ریاست د مرستیالانو ښاغلي الحاج محمد ابراهیم محب، الحاج نوراحمدخان نورعلم، الحاج میراجان سلیمان‌خېل، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، الحاج ارین زلګي عظیمي، الحاج فیض‌احمد خوافي او مجیب‌الرحمن شېرزاد، همدارنګه مالي رئیس ښاغلي الحاج خلیل‌الله خیرخواه او د دارالانشاء رئیس ښاغلي الحاج ذبیح‌الله عمرخېل په حضور کې د عمومي ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو او د خصوصي سکټور د فعالانو ګډ کور وباله او د هغوی د باور او ملاتړ له امله یې مننه وکړه. نوموړي د سوداګرو د ستونزو د حل او خصوصي سکټور ته د غوره او دوامدارو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د خونې د غړو پر کاري او اخلاقي مسئولیتونو ټینګار وکړ او د افغانستان او هېوادوالو د خدمت په موخه یې د غړو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او تفاهم پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ورپسې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو بهیر، د پای مراسمو لپاره چمتووالی او د دغه ستر اقتصادي نندارتون د لومړیو پنځو ورځو لاسته راوړنې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوې. ګډونوالو د نندارتون د لومړیو ورځو پایلې او لاسته راوړنې د قناعت وړ وبللې.
همدارنګه د خونې د مدیره پلاوي له مرستیالانو څخه د یوې کمېټې د جوړولو پرېکړه وشوه، څو د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو بهیر په هر اړخیزه توګه وارزوي او هغه کارکوونکي وستایي، چې د دغه بهیر په جریان کې یې وړتیا، رښتینولي او کاري ژمنتیا ښودلې ده.
دغه راز د سهامي شرکت اړوند موضوعات هم تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په دې اړه لازمې لارښوونې صادرې شوې.
د ناستې په بله برخه کې د کابل ښار په کچه د سرطان ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستریز تخصصي خیریه روغتون د جوړولو عملیاتي پلان وڅېړل شو. په دې برخه کې اړوندو څانګو ته دنده وسپارل شوه، چې د پروپوزل د چمتوو کولو، د ودانۍ د وضعیت او د روغتون د اړینو وسایلو په اړه لازمې څېړنې او ارزونې پیل کړي.
د ناستې په پای کې د خصوصي سکټور عالي نښان، د ارواښاد عبدالمجید خان زابلي نښان، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تندیس او د خونې د ځانګړو ستاینلیکونو اړوند موضوعات مطرح شول او په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.