د سهامی شرکت د رامنځته کولو په موخه د ګډې کاري کمېټې رامنځته کېدل او د لومړۍ ناستې ترسره کېدل

چهارشنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ترمنځ د سهامی شرکت د رامنځته کولو اسانتیا او زمینه‌ سازۍ په موخه د همکارۍ هوکړه‌‌لیک له لاسلیک وروسته، د دواړو خونو ګډه کاري کمېټه جوړه او د دې کمېټې لومړۍ ناسته نن (چهارشنبه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په عمومي رياست کې ترسره شوه.
دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاويو د عمومي رئیسانو په مشرۍ د ګډې کاري او تخنیکي کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په ګډې همکارۍ د سهمي شرکتونو د رامنځته کولو اسانتیا لارې نقشه او اجرائیي کړنلار» تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوه. همدارنګه، د پانګونې فرصتونو د پېژندنې، د پانګه‌والو جلب، د سهامی شرکتد رامنځته کولو او ثبت او د خصوصي سکټور د ګډو فعالیتونو ملاتړ لپاره د یوه عملي، شفاف او منظم میکانېزم د رامنځته کولو پر څرنګوالي خبرې او نظرونه شریک شول.
همدارنګه، د کمېټې تخنیکي غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د هوکړه‌‌لیک د مفادو او اړوندو قانوني چوکاټونو په پام کې نیولو سره نقشه‌لار او اجرائیي کړنلاره وروستۍ کړي او د سهامی شرکت د رامنځته کولو عملي بهیر د پیل لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.
د دواړو خونو د مدیره پلاويو عمومي رئیسانو د دواړو خونو ترمنځ د نږدې همکارۍ او همغږۍ، د خصوصي سکټور له ظرفیتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، د ګډو پانګونو د هڅونې او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
د دې ګډې کاري کمېټې رامنځته کېدل د دواړو خونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک د مفادو د عملي کولو او په هېواد کې د پانګونې اسانولو، سوداګریزو او صنعتي مشارکتونو پراختیا لپاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کولو په برخه کې یو بل عملي ګام دی.