د امام ابو حنيفه ملي او نړيوال نندارتون ته رابلل شوو لسګونه هېوادونو په دې ننداراتون کې د خپلو شرکتونو ګډون تائید کړی.

چهارشنبه، د وږي ۱۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د يوه رسنيز کنفرانس له لارې د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتونو پيلولو لپاره تر دې دمه د ترسره شوي چمتووالي پايلې علني کړې.
دې کنفرانس ته د خونې عامل پلاوي سرپرست ښاغلي زين‌الله حسني په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان نړيوال نندارتون له مرکز سره په ګډه د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون پيلولو لپاره چمتووالی چټک کړی او هڅه کوي، چې ياد نندارتون په سيمه‌ييزه کچه د اقتصادي فعاليتونو د يوې غوره بېلګې په توګه ثابت کړي.
ښاغلي حسني زياته کړه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امام ابو حنيفه (رح) د ملي او نړيوال نندارتون له لارې غواړي، چې په ټولو توليدي او تخنيکي برخو کې د هېواد موجوده ظرفيتونه نړيوالو ته په ډاګه کړي.
د نوموړي په خبره، د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون د افغانستان اقتصادي پروګرامونو هويتي بڼه خپله کړې او له همدې امله په کې د ګډون لپاره د ازبکستان، ایران، قرغيزستان، قزاقستان، هند، روسیې او د سيمې ګڼو نورو هېوادونو د خپلو شرکتونو حضور تائید کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل رياست د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال احمد شکيل حازم څرګنده کړه، چې د خونې په نوښت شاوخوا ۵۰ هېوادونه په نندارتون کې د ګډون لپاره رابلل شوي او له ډلې يې له ۲۰ زياتو هېوادونو په کې د خپلو شرکتونو د حضور په اړه ډاډ ورکړی.
نوموړي په هېواد کې موجوده ثبات او سرتاسري امنيت ته په اشارې وويل، چې د سيمې هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د وروستي سفر په ترڅ کې د سوداګرۍ په برخه کې پر افغانستان د يادو هېوادونو باور لا زيات شوی او له همدې امله د امام ابو حنيفه (رح) په پنځم ملي او نړيوال نندارتون کې پر ګډون سربېره، افغانستان ته د سوداګريزو پلاوو د رالېږلو په هڅه کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د نړيوال نندارتون رئیس محمد صابر لطيفي هم ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره په ګډه به د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون په غوره توګه ترسره کوي او د دې ملي پروګرام د مثبتو پايلو لرلو په برخه کې يې د خلکو او رسنيو همکاري هم اړينه وبلله.
د افغانستان نړيوال نندارتون مرستيال مولا محمد پيمان د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون د افغاني توليداتو د معرفۍ يو پراخ او غوره فرصت وباله او زياته يې کړه، چې د دغه نندارتون د تېرو پړاوونو په پايله کې عام افغانان له اکثره کورنيو توليداتو سره اشنا شوي.
د امام ابو حنيفه (رح) پنځم ملي او نړيوال نندارتون، چې د بېلابېلو سکټورونو استازي به په کې ګډون ولرې، نندارې ته د توکو د اېښودلو ترڅنګ له بهرنيو شرکتونو سره د افغاني شرکتونو د وصل فرصت بولي او له همدې امله له دې فرصت پر استفادې ټينګار کوي.