د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مشرتابه سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي لیدنه.

جمعه، زمري ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مرستیال ښاغلي قدیر قیافه سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، الحاج ذبیح‌الله صمیم، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج محمد خالد مجید او الحاج کمال‌الدین توحید او په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګريزو چارو اتشه ښاغلي معین‌ جان خوافي هم ګډون درلود.
د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ګډو پانګونو هڅول، د ګډ تولید پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا وه.
د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د شته پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر اغېزناکې ګټنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي، د ګډو پانګونو او صنعتي او تولیدي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې پر رامنځه کولو هوکړه وکړه، څو د سوداګرۍ، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې اړوند موضوعات په منظم ډول تعقیب او د حل لپاره يې عملي لارې چارې ولټول شي.