په ایران کې د صنعت او ساختمان په نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون.

جمعه، د زمري ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل د یو پلاوي په مشرۍ د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي عبدالله رحیمي، ذبیح‌الله صمیم، حمیدالله حبیبي او محمد خالد مجید په ملتيا، په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د سوداګریزو چارو له اتشه ښاغلي معین‌ جان خوافي او نصیر احمد سلطان‌زاده، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال او له یو شمېر افغان سوداګرو سره یو ځای د ایران د صنعت او ساختمان د شپږویشتم نړیوال نندارتون لیدنه وکړه.
دغه نندارتون د ایران اسلامي جمهوریت حکومتي چارواکو، اقتصادي فعالانو او کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون، د دغه هېواد د ټرانسپورټ او ښاري پراختیا وزیر لخوا پرانېستل شو. په دې نندارتون کې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو څخه صنعتي او ساختماني شرکتونو ګډون کړی و او د صنعت او ودانیزو چارو په بېلابېلو برخو کې یې خپل نوي محصولات، وسایل، ټکنالوجۍ او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنې پرمهال له یو شمېر شرکتونو، تولیدوونکو او اقتصادي فعالانو سره خبرې وکړې او د همکاریو، پانګونې او افغانستان ته د پوهې او ټکنالوجۍ د لېږد په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه. همدارنګه د ودانیزو چارو، د زیربناوو پراختیا او د ګډو پانګونو لپاره په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه هم بحث وشو.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د افغانستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابر کړی او کولای شي د نویو سوداګریزو همکاریو، ګډو پانګونو او د افغان او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي، چې په نړیوالو نندارتونونو کې د فعال ګډون او د سیمې هېوادونو له سوداګریزو خونو او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا له لارې د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو د معرفي، د پانګونې جلب او د دوامدارو سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.