په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي لیدنه.

جمعه، زمري ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له دولت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمانخېل د مل پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت ته د رسمي سفر په ترڅ کې دغلته د افغانستان اسلامي امارت له سفیر ښاغلي مولوي فضل احمد حقاني سره لیدنه او خبرې کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي سلیمانخېل د افغانستان له خصوصي سکټور سره د افغانستان اسلامي امارت د سفارت همکاریو له امله خوښي څرګنده کړه او له سوداګرو او پانګوالو سره يې د هېواد د سیاسي استازولیو ملاتړ او همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه په ایران کې د افغان سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو، ظرفیتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د شته ننګونو د حل په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلی مولوي فضل احمد حقاني د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي له لوري د ستونزو او نظرونو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د مطرح شوو موضوعاتو د څېړنې او حل په موخه به لازم اقدامات او همکاری کړي.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د سفارت سرقونسل ښاغلي میر انور غفاري، په ایران کې د اسلامي امارت سوداګریزو چارو اتشه ښاغلي معین خوافي، د خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي، الحاج ذبیح‌الله صمیم، الحاج حمیدالله حبیبي او الحاج محمد خالد مجید او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده هم ګډون درلود.
دغه لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوه او د خصوصي سکټور د ملاتړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت ترمنځ د لا دوامدارې همغږۍ او همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.