د افغانستان او اوزبېکستان د ټوکر او نساجۍ سکټور سوداګرو او پانګوالو انلاین ناسته وکړه.

سې‌شنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د خصوصي سکټور او د اوزبېکستان اړوندو سکټوري مسؤلینو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د دوام او پراختیا په موخه د افغانستان د ټوکر واردوونکو اتحادیې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو او د اوزبېکستان د ټوکر او نساجۍ سکټور فعالانو ترمنځ انلاین ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان له لوري د ټوکر واردوونکو اتحادیې رئیس ښاغلي الحاج عبیدالله هوتک او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم ګډون کړی و او د اوزبېکستان له لوري د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د سپکو صنعتونو مرستیال ښاغلي روح‌الله اکه له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره، چې د اوبدلو او نساجۍ په سکټور کې فعالیت کوي، ګډون درلود.
د ناستې مهمې موضوعګانې د اوزبېکستان تولیدي فابریکو او صنعتي مرکزونو د لیدنې لپاره پلان جوړونه، په افغانستان کې د نساجۍ لویو فابریکو جوړول، د جامو د تولید یو شمېر فابریکو بیا فعالول او همدارنګه اوزبېکستان ته د افغانستان د پنبې صادرات او له اوزبېکستان څخه افغانستان ته د بېلابېلو ټوکرو او جامو واردات وو، چې په اړه یې هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستې په پای کې ښاغلي احمد شکیل حازم د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اوزبېکستان ویزو پر اسانولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا او دوامداره تعقیب لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
د اوزبېکستان د سوداګرۍ وزارت د سپکو صنعتونو مرستیال ښاغلي روح‌الله اکه هم افغان سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، څو د اوزبېکستان د نساجۍ صنعت لیدنه وکړي او د سفري اسانتیاوو د زیاتوالي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.