د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کرنیزو محصولاتو تخصصي کمېټه جوړه او پرانېستل شوه.

یکشنبه، د زمري ۱۱مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د خصوصي سکټور د ونډې د پیاوړتیا او ودې په موخه د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې تخصصي کمېټه د یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او د دې برخې د متخصصینو په غړیتوب جوړه کړه او دغه کمېټې د خونې د مدیره پلاوي د تخصصي کمېټو له ډلې څخه د یوې کمېټې په توګه په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.
دغه کمېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې د خونې د ستراتیژیکو اړیکو د چارو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد، د خونې د مدیره پلاوي غړي او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پانګونې د تخصصي کمېټې رئیس ښاغلي الحاج مطیع الله ګردېزي، د خونې د مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي زین الله حسني او د کرنې سکټور د یو شمېر سوداګرو په ګډون خپله پرانیستونکې ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې ښاغلي شېرزاد د کرنې د ودې په برخه کې د خصوصي سکټور پر ارزښت او رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې سکټور کې د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول، د اصلاح شویو تخمونو د تولید او وېش پراختیا، د عصري او تخصصي لابراتوارونو جوړول، د افغانستان پر عضوي کرنیزو محصولاتو د پانګونې او ارزښت زیاتوالی، او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ د بهیر عصري کول، د دې کمېټې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ښاغلي ګردېزي د خونې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او کرنه او مالداري یې د هېواد د اقتصاد ملا تیر وباله. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کمېټې له غړو او د دې برخې له متخصصینو سره په همکارۍ به د کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا، د پانګونې د زیاتوالي، د تولید د ودې او د دې سکټور د دوامدارې پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې وکړي.
د ناستې په دوام کې، ښاغلی محمد طاهر شعیب د کمېټې د مرستیال او ښاغلی عبدالقاهر مهمند د منشي په توګه معرفي او په رسمي ډول خپلو دندو ته وګمارل شول.
د جوړ شوي پلان له مخې، دغه کمېټه به هره میاشت لږ تر لږه یوه منظمه ناسته د کرنې او مالدارۍ د سکټور د سوداګرو، پانګوالو او فعالانو په ګډون ترسره کوي، څو د دې سکټور ستونزې، فرصتونه او د پراختیا لارې چارې وڅېړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا مهال ۲۰ تخصصي کمېټې لري، چې هره یوه یې د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو د متخصصینو او فعالانو په ګډون، د پانګونې د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د عوایدو د زیاتوالي، د شته ستونزو د حل او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ودې په موخه، په منظم ډول خپلې تخصصي غونډې ترسره کوي.