ازبکستان ته له څه باندې سلو سوداګرو او پانګوالو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس رسمي سفر

سې‌شنبه، د چنګاښ ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د روان کال د چنګاښ په ۳۰مه، د سې‌شنبې په ورځ د سوداګرو او پانګوالو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې په ترکيب کې يې د خونې د مشرتابه غړي او له ۱۰۰ زیات سوداګر او پانګوال شامل دي، د ازبکستان پلازمېنې تاشکند پر لور روان شول.
ټاکل شوې د خونې عمومي رئیس او مل پلاوی د ازبکستان سیردریا ولایت ته د سفر په لړ هم کې د سيردريا له والي او سیمه‌ییزو چارواکو سره وګوري او همدارنګه به د ازبکستان له سوداګرو او پانګوالو سره په ګډو ناستو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د سیردریا ولایت د تولیدي فابریکو لیدنه هم د دې درې ورځني سفر له مهمو پروګرامونو څخه ده. د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د مدیره پلاوي غړي الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج یحیی پښتون او له سلو ډېر سوداګر او پانګوال هم په دې سفر کې د خونې عمومي ملتیا کوي.