د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې اتمه ناسته وشوه.

سې‌شنبه، د چنگاښ ۳۰مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې اتمه ناسته د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ او د سوداګریزو چارو، د پانګونې، پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو، ولایتي چارو، سټراټیژیکو اړیکو، خدماتو، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیالانو، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس او د مالي او اداري مرستیال او د عامل پلاوي سرپرست په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي د یووالي، همغږۍ، د اداري سلسلې د مراعات او متقابل درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مهم رول یې د هېواد په اقتصادي ودې، د سوداګرۍ او پانګونې بهیرونو د اسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې روښانه کړ.
نوموړي د خونې سټراټیژیکو موخو ته په اشارې وویل، چې دا خونه د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ د اړیکو مهم پل دی، چې د خصوصي سکټور د مشروع حقونو د دفاع، د سوداګرۍ او پانګونې د فعالیتونو همغږۍ او پیاوړتیا په برخه کې اغېزناک رول لري.
وروسته د ناستې په اجنډا کې شامل موضوعات د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس له لوري وړاندې شول او د عامل پلاوي کاري راپورونه او وړاندیزونه د مالي او اداري مرستیال له خوا مطرح او ورباندې هر اړخیز بحث وشو.
همدارنګه د خونې د تخصصي کمېټو د فعالولو او په اړوند ناستو او غونډو کې یې د رئیسانو پر ګډون بحث او د نظر تبادله وشوه. د عامل پلاوي د رئیس، مرستیالانو او د امرینو دندې او مسؤلیتونه هم وڅېړل شول او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې، د روان کال د زمري میاشتې په درېیمه د مدیره پلاوي د غونډې جوړېدو او همدارنګه د مدیره پلاوي د ریاست له خوا د نورو مطرح شویو وړاندیزونو او موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې ونیول شول.