د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، مدیره پلاوي او سلاکارانو ګډه ناسته ترسره شوه.

یکشنبه، د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو د لا ښه‌والي په موخه د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د خونې مرستیالانو ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، الحاج میراجان سلیمانخېل، الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي، الحاج عبدالنافع بارکزي او ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد ګډون درلود.
همدارنګه د خونې سلاکارانو، ښاغلي الحاج اذرخش حافظي، الحاج خانجان الکوزي، سید پرویز هوفیاني، احمد ضیا اڅکزي، عبدالظهور مدبر، امان‌الله غالب، ډاکټر خسرو ضیا او حاجي ضربت خان ستانکزي هم په ناسته کې برخه لرله.
په پیل کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي هاشمي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سلاکارانو د تخصصي نظرونو پر اهمیت، د خونې د ارکانو ترمنځ د سټراټيژیکې همغږۍ پر پیاوړتیا او د خصوصي سکټور ملاتړ په موخه د اغېزناکو پرېکړو پر ارزښت ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، چې د سلاکارانو له تجربو او نظرونو ګټه اخېستل د سټراټیژیکو پروګرامونو په جوړولو، د اقتصادي پالیسیو په عملي کولو او د خونې د لوړو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.
وروسته د خونې د خدمتونو کچې لوړول، د اوږدمهالو پروګرامونو پراختیا او د داخلي بهیرونو اصلاح د مهمو او سټراټيژیکو موضوعاتو په توګه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
ورپسې ښاغلو سلاکارانو او د مدیره پلاوي درنو غړو د خپلو تخصصي نظریاتو او عملي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د خونې د مقام پیاوړتیا، د خصوصي سکټور د استازي او غږ په توګه يې د رول لا غښتلتیا، د ملي او نړیوالو همکاریو د پراختیا، د قانوني او اداري خنډونو د لرې کولو او د اقتصادي فعالانو لپاره د تشویقي اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د سټراټیژیکو پلانونو پر پلي کېدو، د څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا، له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د تعامل پر پیاوړتیا او د ننګونو د ارزونې او عملي حللارو وړاندې کولو لپاره د منظمو مشورتي ناستو پر جوړولو ټینګار وشو. د دغو هڅو اساسي موخه د سوداګريز چاپېریال اسانولو، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلبول او د هېواد د اقتصادي سیالۍ د شاخصونو لوړول وبلل شول.
په دې ناسته کې د خونې عمومي رئیس له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بنسټ اېښودونکي ارواښاد عبدالمجید خان زابلي د خدمتونو او مقام درناوي په موخه دې د هېواد خصوصي سکټور له لوري ورته د عالي نښان د ورکړې وړاندیز وشي.
د ناستې په پای کې ښاغلي هاشمي د خونې سلاکارانو د فعال ګډون او ارزښتناکو نظریاتو مننه وکړه او د داخلي یووالي د پیاوړتیا، اغېزناکې پرېکړې او د سټراټیژیکو موخو د پلي کېدو لپاره یې د دغو مشورتي ناستو پر دوام او همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابو عبیدالله هوتک، الحاج خالد مجید، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج هېواد باز هم ګډون درلود.
ناسته د افغانستان د ملت د خیر، سولې او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.