په افغانستان کې د هند له سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه

شنبه، د چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۵
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د هند له سفیر ښاغلي یتین پټېل سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ستراتیژیکه او ډیپلوماتیکه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د اړیکو پر پراختیا تمرکز وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوږدمهاله همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه. نوموړي د سوداګریزو پروسو د اسانتیا، د اداري خنډونو د لرې کولو او په خصوصي سکټور کې د اغېزناکو بنسټونو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي هند ته د خپل وروستي سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو، کانونو او کاني سرچینو په برخو کې د اقتصادي همکاریو د دوام او پراختیا د اړتیا یادونه وکړه. هغه د صادراتو د کچې لوړولو لپاره یو شمېر عملي وړاندیزونه وکړل، چې پکې د نویو بازارونو موندل، د لوجستیکي زیربناوو پیاوړتیا او د سوداګریزو ویزو د صادرولو بهیر اسانول شامل وو.
د هند سفیر د دغو وړاندیزونو هرکلی وکړ او په یادو برخو کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، چې د ګډو نندارتونونو، تخصصي غونډو او سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ تنظیم لپاره لازم پروګرامونه تر کار لاندې دي.
دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو، د ارزښت ځنځیر د پراختیا او د اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي او فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، څو په راتلونکي کې د سوداګرۍ، پانګونې او زیربناوو د پراختیا په برخو کې ګډې ګټې د روڼتیا، اغېزناکتیا او دوامدارې همکارۍ پر بنسټ لا پیاوړې شي.