د کندهار ولایت سوداګرو د خپلو غوښتنو پوره کېدو وروسته د هغه ولایت ګمرک مخې ته خپل اعتراض او تحصن پای ته ورسو

د کندهار ولایت یو شمیر سوداګر چې د هغه ولایت د ګمرک رییس ښاغلي جاوید منګل د ناسم او غیرې قانونې چلند له امله ستړي شوي و، د کندهار ګمرک دروازې مخ ته یې د اعتراض په ډول د تحصن خیمې په ودرولو سره یې ټینګار درلود، ترهغه وخته چې حکومت د کندهار ګمرک د رییس ګوښه کېدو برخه کې د سوداګرو غوښتنو په اړه اقدام ونه کړي، له تحصن به لاس وانخلي.

سوداګرو په رسمي عریضه کې چې له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له طریق مالیې وزارت ته عنواني استولې وه، د خپلو ستونزو د حل کېدو غوښتنه یې کړې چې د هغې په تعقیب د د روان کال د چنګاښ میاشت په 30مه نېټه مالیې وزارت صلاحیت لرونکي پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ.

هغه ناسته چې د 1399 د زمري په دوېمه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مالیې وزارت پلاوي، د کندهار د والي مرستیال، د ولایتي شورا مشر، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشر او رهبرۍ پلاوي غړو او د دغه ولایت ګڼ شمېر سوداګرو په ګډون د کندهار اتاق د غونډو تالار کې ترسره شوه، ښاغلي مهمند وروسته له هغو خبرو چې د مالیې وزارت له پلاوي سره یې کړې وې، له پلاوي سره یو ځای د کندهار د سوداګرو د تحصن سیمې ته ولاړل او له نږدې یې د هغوی د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د 1399 د زمري دوېمې نېټې غونډه کې چې د مالیې وزارت هیئت له معترض سوداګرو سره درلوده، د هغوی غوښتنې ومنل شوې.د پلاوي له هوکړې وروسته، معترض سوداګرو خپل تحصن پای ته ورسو او د کندهار د ګمرک د کار بهیر په عادي ډول پېل شو.

همدا راز هغو شمېر لاریو ته چې د کندهار ګمرک کې متوقف شوې وې، د قانون پر بنسټ ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.
له دې وروسته د روان کال د زمري په 4مه ویډیوکنفرانس له طریق چې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کنفرانسونو تالار کې د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره د ښاغلي مهمند، د کندهار ولایتي شورا غړو، د کندهار د اتاق مشر او مشرتابه پلاوي غړو او د هغه ولایت د سوداګرو په ګډون ترسره شو، محترم مهمند د کندهار د سوداګرو غوښتنې برحق وبللی او له مالیې وزارت یې د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند، په یوه توکي د هېواد څو ګمرکونو کې د ګمرکي محصول اخیستل د سوداګرو یو له عمده ستونزو یاد کړل او د دې ستونزې ته د حل ټینګار یې وکړ.

ښاغلي ارغندیوال د کندهار ولایت د سوداګرو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د شته فساد په وړاندې به قاطع چلند وکړي او د سوداګرو ستونزو د حل لپاره کلک هوډ لري.