د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د صنایعو اتاق رئیس ښاغلي شیر باز کمین زاده او د هېواد یو شمیر سوداګرو د سه شنبه په ماښام د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.ښاغلي مهمند ښاغلي متقي ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه د ګمارنې په پار د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره نېکې اړیکې لرل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لوبوي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو ځینو ستونزو لکه: د سیمې هېوادونو ته د ویزو صدور نشتوالي، بانکي ستونزو، او د سوداګرو او پانګوالو امنیت او خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د بهرنیو چاور وزارت د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.ښاغلي الکوزي د اسلامي امارت په راتګ او واک ته رسیدو خوښي څرګنده او زیاته يې کړه چې په نوي حکومت کې د فساد نشتوالی او په لویو لارو کې د امنیت شتون د سوداګرو ستونزو د له منځه تلو سبب ګرځیدلي دي.ښاغلي الکوزي د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره ښې اړیکې لرل یو مهم اصل وګڼه او غوښتنه یې وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت دې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو نوي کولو فرصت له لاسه ورنکړي.ښاغلي برهان او محمد داوود یوسفزي هم د سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې.ښاغلي متقي د اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو او سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.ښاغلي متقي د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې او واضح ډول له وزارت سره شریک کړي، ترڅو وزارت يې په له منځه وړلو کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند ښاغلي متقي ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه د ګمارنې په پار د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره نېکې اړیکې لرل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لوبوي.