د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې او د سکتوري اتاقونو استازیو د دامپنګ ضد قانون د طرح په اړه د زمري په ۷مه نیټه، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ځانګړې ناسته وکړه.په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې ارزونې په اړه خپل ارزښمتن نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
ښاغلي کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپله خوښي څرګنده او د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د لری او نژدی هېوادونو څخه د وارداتي توکو په برخه کې په سالمې سیالۍ ټینګار وکړ. او زیاته يې کړه چې په دی قانون کې باید د کورنیو تولیداتو زیاتوالي، پانګه اچوونکو هڅونې او د زیانونو پیژندلو په اړه نظرونه ځای پر ځای کړی شي.ښاغلي کوهي د خپلو خبرو په جریان کې وویل "د خونو رامینځته کیدل باید په عمل کې خپل اغیزمنتوب وښیې او د کورنيو تولید کونکو لپاره د ډیرو اسانتیاو چمتو کولو لپاره د پخوا په پرتله ډیر منظم حرکت وکړي او هغه ستونزې چې کورني تولیدونکي دا مهال په بیلابیلو سکتورونو کې ورسره مخ دي لرې کړی شي.ښاغلي کوهي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي قانون بډای کول به د کورني تولید کونکو کار په اصولي چوکاټ کې راګیر کړي ترڅو دوی وکولی شي د وارداتي توکو واردونکو سره په سالم ډول سیالي وکړي.د یادو اتاقونو مسؤلینو د دامپنګ ضد قانون بډای کیدو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح، په نوموړي قانون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطرح شوې مادې تائید، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او اړونده ادارو څخه يې د نوموړو مادو د تصحیح غوښتنه وکړه او د دی ډول ناستو په تکرار يې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.