د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د رخت سکتور یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي عبیدالله د هغو ۳۰۰ سوداګرو چې د چین سره کاروبار لري شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "د چین له خوا د ویزو نه اجرا کول ددی سوداګرو د کاروبار د ودریدو، د دوی د کورنیو نا معلوم برخلیک او ډیرو نورو ستونزو سبب ګرځیدلی دی."د نوموړي په وینا، هڅې تر دې دمه بریالۍ نه وې او ستونزې لاهم په خپل ځای پاتې دي. ښاغلي عبیدالله د اتاق د مشرتابه څخه د شتو ستونزو له منځه وړلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.د اتحادیې رئیس د اتاق د مشرتابه څخه د دوی د ملاتړ او هڅو او همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او چین سره د دوی د پرله پسې اړیکو له امله مننه وکړه.ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي." په دی برخه کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر، مرستیالانو او دیپلوماتیکو مسؤلینو سره دی ستونزې ته د حل لارې پیداکولو په موخه ډیرې اړیکې نیولي دي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې دغه لړې دوام لري او دوی هڅه کوي چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره یاده ستونزو له منځه ویسي.دا چي د کورونا ویروس د ویزو د اجرا په برخه کې خنډ ونه ګرځي، ښاغلي مهمند دا مسله د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح سره په تلیفوني خبرو کې شریکه کړه او له هغه یې وغوښتل چې د هغو سوداګرو لپاره چې چینایي ویزې ته اړتیا لري د واکسین بیړني تطبیق وکړي. ښاغلي مجروح د همکارۍ ژمنې کولو سربیره، په یاده برخه کې خپل پرسونل ته لازمې لارښوونې هم ورکړې.ښاغلي مهمند په چین کې د میشتو افغان سوداګرو د ویزو ستونزو په اړه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې او د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه، چې د دغه وزارت د مشرتابه لخوا هم د همکارۍ ژمنه ورته ورکړل شوه.د غونډې په پای کې، دا پریکړه وشوه چې دا مسله به د بهرنیو چارو په وزارت کې د چین سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چارواکو او سوداګرو په ګډون په جوړیدنکې غونډه کې مطرح او تر بحث لاندی ونیول شي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي." په دی برخه کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر، مرستیالانو او دیپلوماتیکو مسؤلینو سره دی ستونزې ته د حل لارې پیداکولو په موخه ډیرې اړیکې نیولي دي.