د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل ښاغلي مسعود عزیزي سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په تړاو خبرې اترې وکړی.
ښاغلي عزیزي د اتاق څخه د هېواد د صادراتي اقلامو فهرست غوښتنه وکړه ترڅو له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یوه ښه کړنلاره جوړه او افغانې محصولات په اماراتو کې نندارې ته کیښودل شي.نوموړي زیاته کړه "موږ ته اماراتو ته د صادرونکو ستونزې راپه ګوته کړئ ترڅو د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړو."
ښاغلي عطايې وویل "اتاق د خصوصي سکتور د استازي په حیث د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل سره د نږدې همکارۍ په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ژمن دی."
ښاغلي عطایي وړاندیز وکړ چې د افغانستان - متحده اماراتو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو تر منځ د سوداګرۍ ګډه شورا دی رامنځته کړی شي، او اتاق په دی برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي عطايې لاندی وړاندیزونه وکړل:
• په اماراتو کې دی د افغان محصولاتو لپاره ترجیحي تعرفې په نظر کې ونیول شي
• د افغان محصولاتو ستونزو د هواري لپاره دی د افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته وشي
• د افغان سوداګرو لپاره دی و ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې آسانیتاوې رامنځته کړی شي
• او د دوبۍ د بازارونو د اړتیاوو په اړه دی د اتاق سره مالومات شریک کړل شي
ښاغلي مسعود عزیزي د عربي متحده اماراتو د نوي قانون په نظر کې نیولو سره ژمنه وکړه، چې په اماراتو کې به افغان سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه "موږ ته اماراتو ته د صادرونکو ستونزې راپه ګوته کړئ ترڅو د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړو."