د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه په ارګ کې د پنج شنبه په ورځ د وري په ۲۶مه د کندهار ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره لیده کاته وکړل. ولسمشر د نوموړې ولسوالۍ د ستونزو اوریدو وروسته، اړونده ادارو ته د یادو ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صاداراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي جلال الدین سعید، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس حاجی عبیدالله، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو هم په دی ناسته کې ګډون درلود.ولسمشر د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو او مخورو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د نوموړې ولسوالۍ اوسیدونکو سره د کندهار ولایت سوداګرو د مرستو ستایلو ترڅنګ، د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې ماین پاکونکو ادارو سره د تفاهم په پایله کې په ارغنداب ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوو ماینونو د پاکولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. ولسمشر د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، حج او اوقافو وزارتونو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کندهار والي سره په همغږۍ کې د مرستې رسونې او بیارغونې چارې ترسره کړي.
ولسمشر بې ځایه شوو ته د مرستو د عادلانه ویش او د ویجاړو شوو کورونو د بیارغونې په تړاو د لازمو لارښوونو کولو ترڅنګ، د ارغنداب ولسوالۍ له مخورو او سپین ږیرو څخه، د ورته پیښو د تکرار مخنیوي په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور په استازیتوب د ارغنداب ولسوالۍ له زیانمنو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، زیاته کړه "موږ په مهمند کندهار شفاخانه کې بیړنیو ناروغانو ته د روغتیايې خدمتونو وړاندی کولو ترڅنګ، ۱۶۵۰ کورنیو ته د مرستو كڅوړو د ویشلو ډاډ درکوو."ښاغلي یوسف مهند د ۵۰۰ کومکي بستو وړاندی کولو سربیره، د ۵۰۰ نورو کومکي بستو د وړاندی کولو ژمنه وکړه.د هېواد خصوصي سکتور او سوداګرو د لاندې کومکي بستو د وړاندی کولو تر څنګ، ژمنه وکړه چې خپلو مرستو به دوام ورکړي:• ښاغلي حبیب گلزار برای 500 کورنۍ• ښاغلي محمد یوسف مهمند 500 کورنۍ• ښاغلي همایون خواجه زاده 300 کورنۍ• ښاغلي احمد شاه افغان 300 کورنۍ• ښاغلي میرویس کتوازی 200 کورنۍ• ښاغلي محمد گردیزی 200 کورنۍ• ښاغلي احمد شاه حکیمی 200 کورنۍ• ښاغلي حاجی عبیدالله 200 کورنۍ• ښاغلي خیرالدین مایل 50 کورنۍ
ولسمشر د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، حج او اوقافو وزارتونو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کندهار والي سره په همغږۍ کې د مرستې رسونې او بیارغونې چارې ترسره کړي.