د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د افغان – امریکا سوداګریز اتاق د مدیره پلاوي له رئیس ښاغلي سلیمان لطفي سره د افغان – امریکا (AACC) په دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د افغان – امریکا او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کلني ګډ کنفرانس د دایریدو په اړه خبرې اترې وکړی.په دې کتنه کې ښاغلي عطایي د دواړو خواو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هکله خوشبیني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه هیواد بازارونو ته باید د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو د د صادرولو په برخه کې لازمې هڅې وشي. ښاغلي عطایي وویل چې د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ اتاق سره په همغږۍ د افغاني محصولاتو د صادراتو لپاره د یوه دهليز د رامینځته کولو هڅې روانې دي او افغان سوداګر به وهڅوي چې خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر او نوموړي هېواد ته يې صادر کړي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ خونې ترمنځ نږدې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، ښاغلي لوطفي وویل چې هڅې روانې دي ترڅو د سږکال تر سپټمبر پورې په متحده ایالاتو کې د افغان - امریکا د سوداګریز تواصل کنفرانس ناسته ترسره کړي.
ښاغلي لوطفي زیاته کړه چې دغه ناسته به په نږدې راتلونکي کې په متحده ایالاتو کې جوړه او امریکايي سوداګر به وهڅوي چې د افغانستان له تجارتي محصولاتو کار واخلي او په دغه هیواد کې ښه بازار پیدا کړي.هغه ټینګار وکړ چې افغان سوداګر باید په پوره چمتووالي سره غونډې ته حاضر شي او د نړیوالې سوداګرۍ معیارونه په پام کې ونیسي ترڅو افغانستان وکولی شي په متحده ایالاتو کې د خپلو صادراتو لپاره ښه بازار ومومي.د غونډې په پای کې، پریکړه وشوه چې د افغان – امریکا ګډ اتاق سره په همغږۍ کې، هغه سوداګر چې د متحده ایالاتو سره سوداګرۍ کولو ته لیواله دي باید مشوره وشي چې خپلو سوداګریزو توکو ته بازار موندلو او سوداګریزو اړیکو رامینځته کولو لپاره په بشپړ چمتو وي. ترڅو د امریکايې سوداګرو ډاډ ترلاسه او د نوموړي هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا ډیرې پراخه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغان – امریکا ګډې سوداګرۍ خونې ترمنځ نږدې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، ښاغلي لوطفي وویل چې هڅې روانې دي ترڅو د سږکال تر سپټمبر پورې په متحده ایالاتو کې د افغان - امریکا د سوداګریز تواصل کنفرانس ناسته ترسره کړي.