د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د ۱۰۰ کسیز پلاوي په مشرۍ، چې پکې افغان سوداګر، صادرونکي او د خصوصي سکټور استازي شامل وو، د ازبېکستان هېواد نمنګان ولایت ته سفر وکړ.د دې سفر په ترڅ کې، ښاغلي عظیمي د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه، چې د نمنګان ولایت په کانګرس هال کې د نمنګان والي ښاغلي شوکت عبدالرازقاوف په ګډون جوړه شوې وه.د خونې د پانګونې مرستیال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له امله خوښي وښوده او ویې ویل چې د افغانستان او ازبېکستان خصوصي سکټورونه چمتو دي، څو د ګډو هڅو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم لوړه کړي.نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د تازه مېوو موسم را رسېدلی او د نمنګان ولایت له مسئولینو یې وغوښتل، څو ازبېکستان ته د افغان تازه مېوو د صادراتو او د دغه هېواد له لارې د منځنۍ آسیا او اروپا نورو هېوادونو ته د انتقال په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.ښاغلي عظیمي، د ازبېکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د لا پراختیا په موخه، افغان سوداګرو ته د دایمي اقامو او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه برابره کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.د نمنګان والي ښاغلي شوکت عبدالرازقاوف، د افغان پلاوي له شتون څخه هرکلی وکړ او د افغانستان او نمنګان ولایت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي افغانستان ته خپل پخوانی سفر یاد کړ او ویې ویل، چې په هغه سفر کې د دواړو لورو ترمنځ مهم او ارزښتناک تړونونه لاسلیک شوي وو، چې اوس یې عملي پایلې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې څرګندې دي.د غونډې په پای کې، د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او دوه اړخیزو (B2B) لیدنو غونډه ترسره شوه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.همداراز، د دې غونډې په څنډه کې د نمنګان ولایت د تولیداتو او کورنیو محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی و، چې د ګډونوالو ځانګړې پاملرنه یې ځانته راواړوله.شنبه، غبرګولي دویمه، ۱۴۰۵