دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابوعبید موسی او ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، د خونې د تخصصي کمېټو د یو شمېر رئیسانو او غړو، او د ازبېکستان د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې رئیس ښاغلي محمد جان دیاني زوف او د هغه د مل پلاوي په شتون کې د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
ښاغلي عظیمي، افغانستان ته د ازبېکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه او ملي سوداګرو له لوري په کابل، بلخ، تاشکند، اندیجان، فرغانه او سرخاندریا ښارونو کې له ازبېکستاني لورو سره پرلهپسې لیدنې اغېزمنې وبللې او زیاته یې کړه، چې دغو لیدنو د سوداګریزو هوکړه لیکونو او تړونونو د لاسلیک لامل شوي دي.
ښاغلي عظیمي، د درملو او ودانیزو توکو په برخه کې د افغانستان اساسي اړتیاوو ته په اشارې، له ازبېکستان څخه وغوښتل چې د دغو مهمو توکو ګمرکي تعرفې راکمې کړي، څو افغان سوداګر وکولای شي خپل اړین درمل او سمنټ له هغه هېواد څخه وارد کړي. نوموړي همداراز له ازبېکستان څخه نورو هېوادونو ته د افغانستان د مېوو صادراتو د اسانتیا غوښتنه وکړه.
همدارنګه ښاغلي میرویس وزیرزي کټوازي، عبدالنافع بارکزي، ابوعبید موسی او د درملو، صرافۍ او پولي خدمتونو د تخصصي کمېټو استازو د خپلو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د ازبېکستان د سوداګریز پلاوي رئیس ښاغلي محمد جان دیاني زوف، افغانستان د خپل هېواد له غوره ګاونډیانو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ازبېکستان ولسمشر د خپل هېواد د سوداګرۍ او صنعت سکټور مشرتابه ته سپارښتنه کړې، څو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د اسانتیاوو رامنځته کولو او سوداګریزو سفرونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي دیاني زوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د خپل هېواد د سوداګرو او پانګوالو د جذب له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ازبېکستان به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د نساجۍ، کرنې او روغتیایي وسایلو په برخو کې د لویو فابریکو په جوړولو پانګونه وکړي.
غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د ګډو سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د پراختیا په اړه د جمعبندۍ او وینا سره پای ته ورسېده.